د ایران او روسیې ملګرتیاوې د لاغوړیدا په حال کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102676-د_ایران_او_روسیې_ملګرتیاوې_د_لاغوړیدا_په_حال_کې_دي
ولادیمیر پوتین  لومړنۍ بهرنی لوړپوړی چارواکی ؤ چې  د ولسمشرۍ په څوکۍ د ابراهیم ریسي په بریالیتوب پسې ئې  هغه ته مبارکي وئیلې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2021 00:38 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې ملګرتیاوې د لاغوړیدا په حال کې دي

ولادیمیر پوتین  لومړنۍ بهرنی لوړپوړی چارواکی ؤ چې  د ولسمشرۍ په څوکۍ د ابراهیم ریسي په بریالیتوب پسې ئې  هغه ته مبارکي وئیلې ده .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، په ماسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي  دروسیې د ولسمشر له ځانګړي سلاکار آندري فورسنکو سره بیګا په کتنې کې  د روسیې ولسمشر  ولادیمیر پوتین  د مبارکۍ پیغام ته دایران دنوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم ریسي  کتبي ځواب وسپاره ..

  جلالي په دغې کتنې کې هیله ښودلې ، په ایران کې د نوي ولسمشر  پړاؤ  د ایران اوروسیې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د ودې اوغوړیدا نوی پړاؤ  شي .

په روسیې کې د ایران سفیر  همداراز  روسیې ته د واریدیدو په ممنوعیتونو پسې د ا یرانیو تاجرانو او محصیلینو  لپاره  رامینځةشوي مشکلات هم مطرح او ددغو مشکلاتو دحل کیدا غوښتونکی شو .

 د  روسیې د ولسمشر ځانګړی سلاکار  دنړۍ په پیچلو شرائطو کې د ایران او روسیې  داړیکو پیاوړتیا اوپراختیا یو نه انکاریدونکی ضرورت وباله او وې وئيل  کلک هوډ لرم ،د ایران داسلامی جمهوریت   خپلواکي ، استقامت ، کلکه دریدا د ډيرو هیوادونو لپاره بیلګه دی او ایران د نړۍ یو ترټولو خپلواکه هیواد  دی  .

ولادیمیر پوتین  لومړنۍ بهرنی لوړپوړی چارواکی ؤ چې  د ولسمشرۍ په څوکۍ د ابراهیم ریسي په بریالیتوب پسې ئې  هغه ته مبارکي وئیلې ده . په دغه پیغام کې د ایران او روسیې د دوستانه اړیکو او ښه ګاونډيتوب ته  اشاره شوې او هیله  ښودل شوې ده چې  په دغه پړاؤ کې  د دواړو هیوادونو دملګرتیا د  لاپراختیا کتونکي ووسو .

Image Caption
Image Caption