د ایران او روسیې ملګرتیاوې د لاغوړیدا په حال کې دي
ولادیمیر پوتین لومړنۍ بهرنی لوړپوړی چارواکی ؤ چې د ولسمشرۍ په څوکۍ د ابراهیم ریسي په بریالیتوب پسې ئې هغه ته مبارکي وئیلې ده .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، په ماسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي دروسیې د ولسمشر له ځانګړي سلاکار آندري فورسنکو سره بیګا په کتنې کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مبارکۍ پیغام ته دایران دنوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم ریسي کتبي ځواب وسپاره ..
جلالي په دغې کتنې کې هیله ښودلې ، په ایران کې د نوي ولسمشر پړاؤ د ایران اوروسیې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د ودې اوغوړیدا نوی پړاؤ شي .
په روسیې کې د ایران سفیر همداراز روسیې ته د واریدیدو په ممنوعیتونو پسې د ا یرانیو تاجرانو او محصیلینو لپاره رامینځةشوي مشکلات هم مطرح او ددغو مشکلاتو دحل کیدا غوښتونکی شو .
د روسیې د ولسمشر ځانګړی سلاکار دنړۍ په پیچلو شرائطو کې د ایران او روسیې داړیکو پیاوړتیا اوپراختیا یو نه انکاریدونکی ضرورت وباله او وې وئيل کلک هوډ لرم ،د ایران داسلامی جمهوریت خپلواکي ، استقامت ، کلکه دریدا د ډيرو هیوادونو لپاره بیلګه دی او ایران د نړۍ یو ترټولو خپلواکه هیواد دی .
ولادیمیر پوتین لومړنۍ بهرنی لوړپوړی چارواکی ؤ چې د ولسمشرۍ په څوکۍ د ابراهیم ریسي په بریالیتوب پسې ئې هغه ته مبارکي وئیلې ده . په دغه پیغام کې د ایران او روسیې د دوستانه اړیکو او ښه ګاونډيتوب ته اشاره شوې او هیله ښودل شوې ده چې په دغه پړاؤ کې د دواړو هیوادونو دملګرتیا د لاپراختیا کتونکي ووسو .