د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ دامریکااو اروپا ملاتړ اوسیاسی موخې
د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ د امریکا ، اروپا په تیره بیا دفرانسې پټ او ښکاره ملاتړونه ښئ چې له ترهه ګرو سره د مبارزې په باب د دوي ادعاګانې چټي دروغ او یوه پوچه ډنډوره ده .
د منافقینو ترهه ګرې ډلګۍ د جولائي په لسمه نیټه یعني پرون دهغه څه په چوکاټ کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد ئې اعتراضیه غونډې بللي،د امریکا او اروپا په مختلفو ښارونو کې ئې درې ورځنی ویډیوئی غونډې پیل کړي دي .
د واشنګټن پوست ورځپاڼې د لیکنې په اساس،د منافقینو دترهه ګرې ډلګۍ په ناستې کې د ډيموکراټيک او جمهوری پال دواړو امریکائي ګوندونو څخه ددغه هیواد دکانګرس یوشمیرغړو په دغه ویډیوئي کنفرانس کې ګډون درلودلی دی .
د امریکا د کانګرس د جمهوری غواړي لږکي لوري مشر کوین مک کارتي ، جمهوری پال سناتور ټډ کروز،د مشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو د کمیشن مشر او ډيموکراټ سناتور باب مننډز او څو نور امریکائي چارواکي به په دغې ویډیوئي ناستې کې ویناوې وکړي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده بیګا دمنافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ په دغې ناستې کې د لویدیځي سیاستوالانو شتون ته په اشارې سره پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، خرڅ کړائ شوو لویدیځي سیاستوالانو ، چې په سر کې ئې په دروغو ،درغلۍ او غلا مشهور مایک پمپؤ دی ، ځانونه ډیر ارزانه پلورلي دي اود اروپا په کوربتوب ئې په یوه سرکس کې ګډون کړی چې یوه وخت ئې د عراق نسکور شوي دیکتاتور صدام بشپړ ملاتړ کاوۀ او لاسونه ئې د زرګونو ایرانیانو په وینو ککړ دي .
دمنافقینو ترهه ګره ډلګۍ د اسلامی انقلاب له هماغه بریالیتوب راهسې تر دې دمه په مختلفو ترهه ګرو عملیاتو کې د ایران څه دپاسه اولس زره شخصیتونه،چارواکي،استاذان،انجنئيران او عام خلک ترور کړي دي . اوس هم مشخصه ده چې ددغې نمایشي غونډې موخه،د تیرو درو لسیزو څخه په زیاتړ ترهه ګرو اقداماتو او سپیرو جنایتونو باندې سرپوښ کیښودل دي ، خو ددغه نمایشي غونډې یوه بله موخه د هغه رول دوام دی چې دغه ترهه ګرې ډلګۍ ئې د امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو لپاره د یوه متحد په توګه لوبوي . دغه شان غونډې په تیرو څو کلونو کې په پاریس کې هم ترسره شوي دي .
د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ د امریکا ، اروپا په تیره بیا دفرانسې پټ او ښکاره ملاتړونه ښئ چې له ترهه ګرو سره د مبارزې په باب د دوي ادعاګانې چټي دروغ او یوه پوچه ډنډوره ده .
د منافقینو د ترهه ګرو اقداماتو په باب له نه انکاریدونکو مستنداتو سره سره ، د امریکا د وخت دفاع وزیر ډونالډټرامسفلډ د ۲۰۰۴کال د جون په ۲۵نیټه ، دمنافقینو ترهه ګرې ډلګۍ غړو ته د ؛ساتل شوو کسانو ؛موقعیّت ډالۍ کړ .
د ۲۰۱۰کال په جولائي میاشت کې د امریکا د ډي سی واشنګټن یوې محکمې فیصله وکړه چې د امریکا د ترهه ګرۍ په لیسټ کې ددغو تشکیلاتو نامه ساتل تیروتنه ده . بلاخره دامریکا خارجه وزارت ، د ۲۰۱۲کال په ستمبر کې د امریکا د ترهه ګرو ډ لو له لیسټه ددغې ترهه ګرې ډلګۍ نامه ویستله .
بې شکه امریکایان ، په دغو ټولو کلونو کې په دې پسې وو چې چې دغه ترهه ګره ډلګۍ د یوه آلټرنیټیؤ په توګه وساتي ، ځکه منافقینو په عراق کې پخپل کړچار سره ښودلې چې په آسانۍ سره د امریکا د خوښې وړ موخو په لړ کې دیوه تالی څټي بهیر په توګه کار کولی شي . منافقینو ، د ایران د اسلامی جمهوریت د مسئولانو او ولس په ضد پر ترهه ګرو اقداماتو سربیره ، دعراق د جنایتکار دیکتاتور صدام سره په پراخې ملګرتیا کې د عراق د ۱۹۹۱کال او د ۱۹۹۲کال په پيښو کې، د کردانو په ځپلو کې اوڅاره رول درلودلی دی .
حقیقت دا دی چې د ترهه ګرۍ په حوزې کې او یا په نورو ډيرو نړیوالو جرمونو کې د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ ډير فعالیتونه او رول لوبول ، د منافقینو دمشرانو ډیرو درندو جرمونو ته ورګرځي . دغو واقعیّتونو ته پّه پام سره ده چې د منافقینو په ناستو کې دامریکائي او اروپائی چارواکو شتون ،له څو اړخیزې موخې لري او له هرڅه زیات د ایران د اسلامی جمهوریت له نظام او ولس سره د واشنګټن ددښمنۍ دژوروالي ښودنه کوي . ددغې ترهه ګرې ډلګۍ سرغنې هم هڅه کوي ، له هغه فرصت څخه په استفادې سره چې امریکا او ځ ینو اروپائي هیوادونو برابر کړی ، خپله حقیقي څيره پټه کړي .
په حقیقت کې هماغه ډول چې د ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده هم وئیلي دي ،د ایراني ضد کینې او د پیسو لپاره نه ماتیدونکي تندې د لویدیځوالو شرمیدونکي ریاکارۍ ته لمن وهلې ده .