د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ دامریکااو اروپا ملاتړ اوسیاسی موخې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102880-د_منافقینو_له_ترهه_ګرې_ډلګۍ_دامریکااو_اروپا_ملاتړ_اوسیاسی_موخې
د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ  د امریکا ،  اروپا په تیره بیا دفرانسې پټ او ښکاره ملاتړونه  ښئ چې  له ترهه ګرو سره د  مبارزې په باب د دوي ادعاګانې چټي دروغ او یوه پوچه ډنډوره  ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2021 10:38 Asia/Kabul
  • د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ دامریکااو اروپا ملاتړ اوسیاسی موخې

د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ  د امریکا ،  اروپا په تیره بیا دفرانسې پټ او ښکاره ملاتړونه  ښئ چې  له ترهه ګرو سره د  مبارزې په باب د دوي ادعاګانې چټي دروغ او یوه پوچه ډنډوره  ده .

د منافقینو ترهه ګرې ډلګۍ د جولائي په لسمه نیټه یعني پرون  دهغه څه په چوکاټ کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد ئې اعتراضیه غونډې بللي،د امریکا او اروپا په مختلفو ښارونو کې ئې درې ورځنی ویډیوئی غونډې پیل کړي دي .

د واشنګټن پوست ورځپاڼې  د لیکنې په اساس،د منافقینو دترهه ګرې ډلګۍ  په ناستې کې د ډيموکراټيک او جمهوری پال دواړو امریکائي ګوندونو څخه ددغه هیواد دکانګرس یوشمیرغړو په دغه ویډیوئي کنفرانس کې ګډون درلودلی دی . 

د امریکا د کانګرس د جمهوری غواړي لږکي لوري مشر کوین مک کارتي ، جمهوری پال سناتور ټډ کروز،د مشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو د کمیشن مشر او  ډيموکراټ سناتور باب مننډز او څو نور امریکائي چارواکي به په دغې ویډیوئي  ناستې کې ویناوې وکړي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  بیګا  دمنافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ په دغې ناستې کې د لویدیځي سیاستوالانو  شتون ته په اشارې سره پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، خرڅ کړائ شوو لویدیځي سیاستوالانو ، چې په سر  کې ئې   په دروغو ،درغلۍ او غلا  مشهور  مایک پمپؤ دی ، ځانونه ډیر ارزانه پلورلي دي  اود اروپا په کوربتوب ئې  په یوه سرکس  کې  ګډون کړی  چې  یوه وخت  ئې د عراق نسکور شوي دیکتاتور صدام بشپړ ملاتړ  کاوۀ او  لاسونه ئې د زرګونو ایرانیانو په وینو  ککړ دي . 

 دمنافقینو  ترهه ګره ډلګۍ  د اسلامی انقلاب له هماغه بریالیتوب راهسې تر دې دمه په مختلفو ترهه ګرو عملیاتو کې د ایران څه دپاسه اولس زره شخصیتونه،چارواکي،استاذان،انجنئيران او عام خلک ترور کړي دي . اوس هم مشخصه ده چې ددغې نمایشي غونډې موخه،د تیرو درو لسیزو څخه په  زیاتړ  ترهه ګرو اقداماتو او سپیرو جنایتونو باندې سرپوښ کیښودل دي ، خو ددغه نمایشي غونډې یوه بله موخه د هغه رول دوام دی چې  دغه ترهه ګرې ډلګۍ ئې  د امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو  لپاره د یوه متحد په توګه لوبوي . دغه شان  غونډې په تیرو څو کلونو کې په پاریس کې هم ترسره شوي دي .

د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ  د امریکا ،  اروپا په تیره بیا دفرانسې پټ او ښکاره ملاتړونه  ښئ چې  له ترهه ګرو سره د  مبارزې په باب د دوي ادعاګانې چټي دروغ او یوه پوچه ډنډوره  ده .

 د منافقینو د ترهه ګرو اقداماتو په باب له نه انکاریدونکو  مستنداتو سره سره ، د امریکا د وخت دفاع وزیر ډونالډټرامسفلډ د ۲۰۰۴کال د جون په ۲۵نیټه ، دمنافقینو ترهه ګرې ډلګۍ  غړو ته د ؛ساتل شوو کسانو ؛موقعیّت  ډالۍ کړ .

د ۲۰۱۰کال په جولائي میاشت کې د  امریکا د ډي سی واشنګټن یوې  محکمې فیصله وکړه چې  د امریکا د ترهه ګرۍ په لیسټ کې  ددغو تشکیلاتو نامه ساتل  تیروتنه ده . بلاخره  دامریکا خارجه وزارت ، د ۲۰۱۲کال په ستمبر کې  د امریکا د ترهه ګرو ډ لو له لیسټه ددغې ترهه ګرې ډلګۍ نامه ویستله .

بې شکه امریکایان ،  په دغو ټولو کلونو کې  په دې پسې وو چې  چې دغه ترهه ګره ډلګۍ د یوه آلټرنیټیؤ په توګه  وساتي ، ځکه منافقینو په عراق کې پخپل کړچار سره ښودلې  چې په آسانۍ سره د امریکا د خوښې وړ موخو  په لړ کې دیوه تالی څټي بهیر په توګه کار کولی شي . منافقینو ، د ایران د اسلامی جمهوریت  د مسئولانو او ولس په ضد پر ترهه ګرو اقداماتو سربیره ، دعراق د جنایتکار دیکتاتور صدام  سره په پراخې ملګرتیا کې د عراق   د ۱۹۹۱کال او د ۱۹۹۲کال په پيښو کې، د کردانو په ځپلو کې اوڅاره رول درلودلی دی .

 حقیقت دا دی چې د ترهه ګرۍ په حوزې کې  او یا په نورو ډيرو نړیوالو جرمونو کې د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ  ډير فعالیتونه او رول لوبول ، د منافقینو دمشرانو  ډیرو درندو جرمونو ته ورګرځي .  دغو واقعیّتونو ته پّه پام سره ده چې   د منافقینو په ناستو کې دامریکائي  او اروپائی چارواکو شتون ،له څو اړخیزې  موخې لري  او له هرڅه زیات  د ایران د اسلامی جمهوریت له نظام او ولس سره د واشنګټن ددښمنۍ  دژوروالي ښودنه کوي . ددغې ترهه ګرې ډلګۍ سرغنې  هم هڅه کوي ، له هغه فرصت څخه په استفادې سره چې  امریکا او ځ ینو اروپائي هیوادونو برابر کړی ، خپله حقیقي څيره پټه کړي .

 په حقیقت کې  هماغه ډول چې  د ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  هم وئیلي دي ،د ایراني ضد  کینې  او د پیسو  لپاره  نه ماتیدونکي تندې د لویدیځوالو شرمیدونکي ریاکارۍ ته لمن وهلې ده .