د ایران درستې پولې په لوړه سوه څارل کیږي
دم ګړۍ له افغانستان سره د ایران درستې ګډې پولې په بشپړ امنیت کې دي او د افغانستان دپولو هغې خوا ته په تیرو څو ورځو کې رامینځةشوو پیښو ته په پام سره د ایران په پولو کې هیڅ ډول ستونزه نشته او مونږ هیڅ اندیښنه هم نه لرو .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دمځکني ځوا ک قوماندان سردار محمد پاکپور نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل، په پولو کې اوسیدونکي د وسلوال ځواک تر څنګ د هیواد په پولو کې د تل پاتې امنیت ډ ټینګیدا لپاره غوره رول لوبوي .
سردار پاکپور دوغارون پولې ته دسفر په وخت په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، دم ګړۍ له افغانستان سره د ایران درستې ګډې پولې په بشپړ امنیت کې دي او د افغانستان دپولو هغې خوا ته په تیرو څو ورځو کې رامینځةشوو پیښو ته په پام سره د ایران په پولو کې هیڅ ډول ستونزه نشته او مونږ هیڅ اندیښنه هم نه لرو .
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دمځکني ځواک قوماندان همداراز ووئیل ، په افغانستان کې داخلی جنګونو او ځینو خوځښتونو ته په پام سره ممکنه ده ، په دوي کې ځيني کسان او اشرار له موقعیّته ناسمه استفاده وکړي او د ایران اسلامی جمهوریت خاورې ته واردیدوو نیّت ولري ، چې بې شکه به د دغې سیمې دو سلوال ځواک له غاښ ماتونکي او چورلټ ځواب سره مخ شي . دغه لوړپوړي قوماندان دغه راز ووئیل ، اجازت به ورنکړو د ایران خاورې او اوبو ته تر ټولو واړوکی ګوزار ورکړل شي .
له افغانستان سره د ایرن پولې سر ته سفر د دوغارون مځکنۍ سرحدي سیمې ته د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواک دقوماندان د سفر یوه برخه وه .