ایران به تل د فلسطین د مظلومو خلکو د حق دفاع وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103924
زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا په تهران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ له مشر « زیاد نخاله» سره په کتنې کښې د سړي وژنې او د تیري په مقابل کښې د فلسطین له مظلومو خلکو د ملاتړ پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 07, 2021 04:32 Asia/Kabul
  • ایران به تل د فلسطین د مظلومو خلکو د حق دفاع وکړي

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا په تهران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ له مشر « زیاد نخاله» سره په کتنې کښې د سړي وژنې او د تیري په مقابل کښې د فلسطین له مظلومو خلکو د ملاتړ پرضرورت ټینګار وکړ .

د ایران ولسمشر رئیسي د فلسطین جهاد اسلامي د فلسطین د خلکو د حقوقو د دفاع لپاره اغیز شیندونکی غورځنګ وباله او ویې ویل نن سبا د فلسطین د برخلیک د ټاکلو لپاره د عمل نوښت د مقاومت ډلو او د مجاهدینو په لاس کښې دی او د عمل دغه نوښت به تر نهايي بریالیتوب پورې دوام ولري .

ابراهیم رئیسي په دوام کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین په ملاتړ کښې هیڅ شک نلري او تل به د فلسطین د مظلومو خلکو د حق دفاع وکړي .

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد نخاله هم په دغه کتنې کښې د فلسطین د مجاهدینو او د خلکو لخوا د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي ته په مبارکۍ ویلو سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت د واک په سوله ییز ډول انتقالولو کښې د نړۍ لپاره په یوې (۱) بیلګې بدل شوی دی دا په داسې حال کښې چې څو میاشتې مخکې مو په امریکا کښې ولیدل چې د واک د انتقال پر سر شخړې وشوې