د ایران د نوي حکومت نظر او د نړیوالې ایټمي موافقې د احیا خبرې اترې
(last modified Fri, 03 Sep 2021 09:19:22 GMT )
Sep 03, 2021 13:49 Asia/Kabul
  • د ایران د نوي حکومت نظر او د نړیوالې ایټمي موافقې د احیا خبرې اترې

 د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره د اصلي ګام په توګه د امریکا د بندیزونو د لغوه کیدا تائيدیدا او بیا خپل ایټمي  ژمنتیاؤ ته د ایران بیرته ستنیدا، د ویانا دخبرواترو په بهیر کې د ایران پریکنده سیاست  دی . امریکا  البته  د ویانا دخبرواترو په شپږ  پړاؤنو کې د ګام په وړاندې د ګام په سیاست  ټینګار درلود،چې  دایران له خوا د تائيد وړ  نه ؤ .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د جرمني،فرانسې او آسټریا له خارجه وزیرانو سره په ټيلیفوني خبرو کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او له اروپائي اتحادئې سره د ایران د اړیکو د انډول او منظمونې  دبهرني سیاست په باب  مشورې وکړې .

حسین امیر عبداللهیان  په دغو جلاجلا ټيلیفوني خبرو کې  په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  داحیاء د خبرواترو  په باب  ټينګارکړی،د ویایا خبرې اترې باید د ایران ګټې او حقوق تامین کړي او د امریکا غیر مسئولانه چلند او د اروپائي اتحادئې  بې عملي نوره باید پاي ته ورسیږي .

 دایران  خارجه وزیر وئيلي دي،د ویانا د خبرواترو اصل دمنلو وړ دی او  ترسره کیږي،خو هغه خبرې اترې  د دفاع وړ دي چې په حقیقي ډول د ایران  دحقوقو د تامینیدا،او د بندیزونو د ختمونې لامل وګرځي  .

په ایران کې  دابراهیم ریئسي  په مشرۍ د دیارلسم  حکومت واک ته له رسیدا تر مخکې پورې ،په ویانا کې د جامعې ایټمي موافقې د احیاء د خبرواترو شپږ پړاؤنه ترسره شول .د ویانا دخبرواترو موخه،جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا ده،په دې شرط،چې د ایران په ضد د امریکا درست یو اړخیز بندیزونه  لغوه او  بیا ئې تائيد هم وشي . 

 د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره د اصلي ګام په توګه د امریکا د بندیزونو د لغوه کیدا تائيدیدا او بیا خپل ایټمي  ژمنتیاؤ ته د ایران بیرته ستنیدا، د ویانا دخبرواترو په بهیر کې د ایران پریکنده سیاست  دی . امریکا  البته  د ویانا دخبرواترو په شپږ  پړاؤنو کې د ګام په وړاندې د ګام په سیاست  ټینګار درلود،چې  دایران له خوا د تائيد وړ  نه ؤ .

Image Caption

 

 ایران باؤري دی امریکا  د هغه هیواد په توګه چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلی دی،باید په لومړي ګام کې  خپلې ژمنتیاوې عملي کړي  او ایران به له دې وروسته چې د امریکا اقدامات تائيد کړي ،خپلو ایټمي ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي .پخپل یو اړخیز کړچار دامریکا دباؤ، په ویانا کې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء خبرې اترې د ایران د مخکیني حکومت په پړاؤ کې  بې نتیجې  کړې دي .

په ایران کې د نوي حکومت واک ته  په رسیدا سره ، تر دې دمه  په ویانا کې  دنړیوالو ایټمي خبرواترو  بیا پيلیدا لپاره  کوم نوی تاریخ  نه دی اعلان شوی ،خو د ایران نوي حکومت په کرتو ټينګار کړی دی ، یوازې  دخبرو لپاره   خبرې اترې د منلو وړ نه دي ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء یوازینۍ لاره،د امریکا او اروپا د نړیوالې ایټمي موافقې دژمنتیا، حقیقي او  عملی اجرائي کیدا ده  او   ددغو ژمنتیاؤ  له تائيدیدا وروسته ،  د خپلو ایټمي ژمنتیاؤ  په کمیدا کې  هم د ایران ګامونه بیرته دستنیدا وړ دي .

هماغه ډول چې  د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د فراسنې، جرمني او آسټریا  له خارجه وزیرانو سره په ټيلیفوني خبرو کې  ټينګار کړی ، ایران  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دساتلو لپاره خپله اساسی ونډه د امریکا د وتلو او د اروپائي لوری  دبې عملۍ په مقابل کې په سټراټژيک صبر سره  ښودلې ده  او اوس  د نړیوالې ایټمي موافقې د نورو لورو وخت دی چې  لازمه ملګرتیا وکړي  او په حقیقي اوعملي توګه دې  خپلې ژمنتیاوې اجرا کړي .

له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د امریکا د یواړخیزې وتنې وروسته  دخپلو ایټمي موافقې  د ژمنتیاؤ  په اجرا کې  د اروپائي لوري  د بې عملۍ او بې وسۍ  په وړاندې  د ایران منطقي کړچار  ،ښئ   چې ایران یو ژمن هیواد دی  ، البته  نور به هیڅکله هم  په هر ډول خبرو کې  وارد نشي . ایران  به یوازې  هغو خبرواترو کې چې د ایران د ولس  د ګټو اوحقوقو په تامینولو کې  ملموسې نتیجې ولرل شي ،ګډون وکړي.

دجوزف بایډن  د ولسمشرۍ په پړاؤ کې  دامریکا دسیاست څارنه چې  دایران په ضد دډونالډټرمپ  د زیاتره دباؤ سیاست  ماته خوړلی اعلان ک ړی ،ښئ  د بایډن حکومت هم په عمل  کې دایران په وړاندې همدغې لارې ته دوام ورکړی دی  خو هماغه ډول  امیر عبداللهیان  ټينګار  کړی ، ایران به دغه شان دباؤنو ته هیڅکله  هم تسلیم نشي .  

Image Caption

 

ټیګونه