په سیستان او بلوچستان کې دې سرحدي بازارچې اومبادلات منظم شي
(last modified Fri, 03 Sep 2021 09:39:29 GMT )
Sep 03, 2021 14:09 Asia/Kabul
  •  په سیستان او بلوچستان کې دې سرحدي بازارچې اومبادلات منظم شي

 د اسلامی ایران ولسمشر وئيلي ، په پولې  کې د  خلکو شتون  په سیمې کې  د امنیت لامل  دی .

ایرنا خبری آژانس راپور  ورکړی  د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن د ایران دسیستان اوبلوچستان ولایت  د سفر په دوام کې د ایران او افغانستان دپولې په سر سیمې  کې د ملاعلی سرحدي کلي  د خلکو په ټول کې  پخپلې وینا کې ووئیل ، دایران د جنوب ختیځ سیستان اوبلوچستان  ولایت مسئولان دې زر ترزره  د دغه ولایت  د سردحدي بازارچو او مبادلاتو د وضعیّت د منظمولو  په نسبت اقدامات وکړي . 

ابراهیم ریئسي  زیاته کړې ده ، هغو امکاناتو ته په پام سره چې   په پولې کې  د سرحدي مبادلاتو لپاره شته دي ، د ولایت مسئولان دې  په سرحدي سیمو کې ضروري قواعد اعلان کړي څو  د ایران او افغانستان ترمینځ د مبادلاتو  چارې   دوام پیدا کړی شي  او  د دواړو لورو   د خلکو له اقتصادي وضعیّت سره مرسته وکړي .

 د اسلامی ایران ولسمشر وئيلي ، په پولې  کې د  خلکو شتون  په سیمې کې  د امنیت لامل  دی .

 د ایران ولسمشر  پرون مازدیګر  سیستان  و بلوچستان ولایت ته پخپل دوهم ولایتي سفر کې تللی دی .

 

ټیګونه