د ایران د اټومي پروګرام د پرمختګونو په هکله اندیښنې بې اساسه دي
(last modified Sat, 25 Sep 2021 06:33:54 GMT )
Sep 25, 2021 11:03 Asia/Kabul
  • د ایران د اټومي پروګرام د پرمختګونو په هکله اندیښنې بې اساسه دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ایران د اټومي پروګرام د پرمختګونو په هکله اندیښنې بې اساسه دي .

حسین امیر عبداللهیان نن په نیویارک کښې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د خبرو اترو میز ته د ایران د چټک بیرته ستنیدا لپاره د اروپايي هیوادونو د ټینګار د دلایلو په هکله وویل هغه اروپايي لوري چې دلچسپۍ لري ایران اټومي خبرو ته ورستون شي د هغوې یوه (۱) اندیښنه دا ده چې تصور کوي د هغو ګامونو په هکله چې غوره کړي مو دي په اټومي تړون کښې د خپلو ژمنو له یوشمیر برخو خارج شوي یوو .

حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه په اټومي پروګرام کښې د ایران په پرمختګونو باندې د اروپايي لورو بې اساسه اندیښنې څرګندول او خبرو اترو ته د بیرته ستنیدا لپاره د هغوې بیړه په دې وجه ده چې  تصور کوي ممکنه ده په دغو اټومي پرمختګونو کښې داسې پړاو ته ورسیږو چې د هغوې له نظره اندیښمونکي دي .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په نیویارک کښې د خپل شتون په وخت کښې د اروپا له چارواکو سره خپلو کتنو ته په اشارې سره وویل ما په صراحت سره هغوې ته وویل د اټومي وسلو په هکله شرعي فتوا لرو او د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په اړه خبرې کوو او ایران ثابته کړي ده چې په خپل اټومي پروګرام کښې یې هیڅ سرغړونه نه ده کړي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس راپورونو هم دغه موضوع تائید کړي ده .

حسین امیر عبداللهیان جوته کړه په لومړي(۱) فرصت کښې ممکنه ده چې خبرې له سره پیل شي خو د خبرو اترو لپاره خبرې به د ایران لپاره ګټه ونلري او مونږ داسې خبرې معلومه بریا ولري غواړو .

 

ټیګونه