ددښمنانو هرډول احمقانه اقدام ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوو
د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د فاتحان خیبر نومي ستره مانوره پرون سهار د پوځ دمځکني ځواک د مختلفو یونټونو په شتون سره په قدرت سره پیل شوې چې هماغه راز دوام لري .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار محمد رضا آشتیاني د دښمنانو دهرډول احمقانه او کم عقلو اقداماتو په نسبت کلک جدي خبرداری ورکړ .
سردار محمد رضا آشتیاني پخپل یوه ټولنیز پیغام کې پرون ناوخته لیکلي دي ، د ایران دملت دښمنان به د هر ډول احمقانه اقدام کلک ځواب ووينی او درنده بیّبه به ئې ورکړي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک د فاتحان خیبر نومي ستره مانوره پرون سهار د پوځ دمځکني ځواک د مختلفو یونټونو په شتون سره په قدرت سره پیل شوې چې هماغه راز دوام لري .
د اسلامی ایران دپوځ دمځکني ځواک دشمال لویدیځ دسیمه ایز غونډ قوماندان امیر تورن جنرال علی حاجیلو پرون په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ده ،د پوځ زغروالو تجهیزاتو د قزوین، زنجان ، د حمزه سید الشهدا غونډ، د ارومیه غونډ، د چټک غبرګون یونټ ، او دغه راز د انجیئررینګ او ډرونز الوتکو کنډکونه په دغې سترې مانورې کې برخه اخلي .
تورن جنرال حاجیلو په دوام کې وئيلي دي ،دغه ځواکونه په تیرو اونۍ کې له اته څلویښتو هم په کم ساعتونو کې د مانورې ځاي ته منتقل شوي دي . د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دمخکني ځواک د شمال لویدیځ دسیمه ایز غونډ قوماندان روښانه کړې ده ، دغه مانوره به د کمیټې د اعلان او تر اړتیا وړ وخت پورې دوام ولري . هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې اسلامی ایران هیڅکله هم د ګاونډیانو خاورې ته تمه دارې سترګې نه غړوي ، ووئيل ، هرچا په دغه هیواد کې دخالت کړی نو داسلامی ایران ددفاعي ځواک له کلک ځواب سره مخامخ شوی دی .
سردار حاجیلو ددې خبرې په کولو سره چې باید دې موضوع ته پام وکړو چې صهیونیسټي رژيم د ترینګلتیاؤ ، ناکراریو او بې ثباتیو د رامینځةکیدا لامل دی او د تاؤتریخوالي اودرز د رامینځةکولو نیّت لري ، ټينګار کړی ، داسلام دین د مودت او سولې دین دی او دایران د اسلامی جمهوریت د چلند موخه ، دملتونو ، له سولې ، آرامښټ او امنیت پرته بل هیڅ نه دي