پاکستان د ایران له تجربو د استفادې غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د پارلماني دوستۍ ډلې پاکستان غړیو او د اسلام اباد د خارجي اړیکو د کمیسیون استازیو په بیلابیلو برخو کښې د تعاملاتو د پراخولو په لاره کښې د ایران له تجربو او ظرفیتونو د استفادې غوښتنه وکړه .
د ایران او د پاکستان د دوستۍ ډلې او د پاکستان د ملي پارلمان د خارجي اړیکو د کمیسیون د غړیو او استازیو کتنه او سلامشوره د ایران او د پاکستان د دوستۍ ډلې د مشر احمد امیر ابادي او د هغه د پاکستاني همڅنګ سید نوید قمر په ګډون سره پرون د پاکستان په پارلمان کښې وشوه .
په دغه کتنه او سلامشورې کښې د ایران او د پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې د نامتو غړي او د خوراکي شیانو د امنیت وزیر سید فخر امام د پاکستان د حکومت او د لومړي وزیر عمران خان د حکومت له لورې د ایران د پارلماني پلاوي د سفر قدرونه وکړه او هغه یې د هراړخیزه ملګرتیاو د ژورتیا لپاره د ګډې ارادې او د دواړو هیوادونو د پارلمانونو د زاړو اړیکو بیانونکی وباله .
فخرامام له ایران څخه د پیټیروکیمیکل محصولاتو ، پسته ، خرما او زعفران واردولو ته په اشارې سره وویل که چیرې وتوانیږو د ایران د زعفرانو، پسته او د خرما تخمونه چې په ټوله دنیا کښې زیات مینه وال لري پاکستان ته وارد کړو او په کروندو کښې یې وکرو نو ښه مارکیت به ولرو .
هغه په ایران کښې د اوبو په اغیزشیندونکي ډول مدیریت ته په اشارې سره په دغه حوزې کښې د ایران له تجربو د استفادې غوښتنه وکړه او ویې ویل دواړه ګاونډي هیوادونه باید په موجوده تجارتي موافقو کښې بیا کتنه وکړي او اغیز شیندونکي او پیاوړی ټکي یې بیان کړي .
د پاکستان په ملي پارلمان کښې د خارجي اړیکو د کمیسیون مشر ملک احسان الله هم وویل د ایران اسلامي جمهوریت د اسلام اباد په خارجي سیاست کښې مهم ځای لري خو له ځینو مشکلاتو او د دوه اړخیزه اړیکو تر اغیز لاندې د وروستلو لپاره د ګډو دښمانانو له هڅې سره سره مونږ په صادقانه ډول له ایران سره د ملګرتیاو زیاتیدل غواړو .