د سویډدخارجه وزیر د بشری حقوقو ادعاګانو ته دایران کلک ځواب
(last modified Sun, 31 Oct 2021 11:06:40 GMT )
Oct 31, 2021 15:36 Asia/Kabul
  • د سویډدخارجه وزیر د بشری حقوقو ادعاګانو ته دایران کلک ځواب

بشری حقوق یو داسې ټکی دی  چې  دنړیوالې ټولنې د  همغه نورو ډیرو موخو او موضوعګانو په څير  ئې ، د لویدیځ والو د دوه ګوڼوالي او اغیزو له امله  خپل حقیقي معنا له لاسه ورکړ ې ده .

د سویډ ،فرانسې ، انګلستان او کینیډا پشمول ځيني اروپائي هیوادونه چې ځانونه ، په نړۍ کې د بشری حقوقو دفاع کونکي معرفي کوي ،په دغه ډګر کې ئې د امریکا له سیاستونو سره غږمله ، توپیري او غیر منصفانه کړچار ته مخه کړ ې ده.د سویډ دخارجه وزیر وروستۍڅرګندونې،د همدغه دوه ګوڼوالي یو مثال دی .

د ایران د قضایه قوې د بشری حقوقو د کمیشن منشي کاظم غریب آبادي د سویډ د خارجه وزیر د هغووروستیو څرګندونو او ادعاګانو په غبرګون کې  چې ددغه هیواد په پارلیماني غونډې کې ئې په ایران :ې د بشری حقوقو د وضعیّت په باب  په یواړخیز دریځ نیونې او د حقیقت په اپوټه ملنډه وهلې،پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،د سویډ دخارجه وزیرپام،د ملګروملتو دبشری حقوقو د ځانګړي رپورټر  او دڅو خپلواکه کارپيژاندو د اکتوبر د نولسمې نیټې هغې اعلامیې ته اړوم ،چې د امریکا له بندیزونو سره ئې دسویډ هیواد له اندازې زیاتې ملګرتیاپه عنوان سره ئې،د ایران ولس د سلامتیاحق ته تاوانونه رسولي دي ،خپره شوي ده .

د بشری حقوقو  په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي رپورټر او یو شمیر کارپيژاندو ،په همداوروستیو کې په یوه راپور کې هغو مشکلاتو ته په اشارې سره چې  په ایران کې ځیني ناروغان ، د امریکا  د بندیزونو په نتیجې کې   دخپلو اړتیاوړ درملیزو تجهیزاتو او درملو ته د لاس رسي لپاره ورسره لاس او ګریوان دي،ټینګار کړی ، دغه بندیزونه ،له بشری حقوقو،په تیره بیا  دسلامتیا له حقه  دبرخمنیدا خنډ کیږي .

په دغه راپور کې،په تیره بیا د امریکا دبندیزونو په دلیل  ایران ته د خپلو طبي پټّیو دیوې جوپې د لیږدولو د لغوه کولو لپاره د سویډ د درملنې د یوه شرکت فیصلې ته اشاره شوې ده .له  دغو پَټَیو  په اې بی ککړوناروغانو (د پوستکي په  یوې کم ساري ناروغۍ د ککړو) خدماتو  او درملنې لپاره  استفاده کیږي .  ددغو پَټَیو یوازینۍ تولیدونکي د سویډ یو شرکت دی چې  له دې مخکې ئې هم دبندیزونو په دلیل  ایران ته د خپلو محصولاتو صادرات درولي  وو . د امریکا له بندیزونو سره دملګرتیا لپاره د سویډ دحکومت او درمل جوړونې ددغه شرکت فیصله ، د بشری حقوقو داجرائي ضمانت لپاره  دنړیوالو ژمنتیاؤ خلاف ورزي  ده . درملیزو تجهیزاتو ته د ناروغانو دلاس رسي مخه نیولل ،  د سلامتیا له حقه دبرخمنید لپاره د انسانانو دآزادۍ خلاف ورزي ده   او که   د دوي دلازیات درد اوکړاؤ  لامشی ، نو په بشپړ ډول دا کار غیر انساني دی .حتی که قصدي هم نه وي .دا  دهغو ډيرو موردونو یو مثال دی چې  دماشومانو پشمول د زرګونو کسانو پر ژوند اغیزې شیندي  او اصلی دلیل ئې د هیواد په ضد بندیز او د امریکا له خوا ئې د سزاکیدا د ویرې شتون دی .  اروپایانو هم په همدې پلمه،  البته  په حقیقت کې  پر ایران د زیاتره دباؤ  لپاره له امریکا په ملاتړ کې ، د درملو له خرڅلاؤ څخه  د یوه آوزار  په توګه سیاسی استفاده کړې ده .

د سیاسی  چارو یو شناندی پارسا جعفري ،د ؛ دایران د اسلامی جمهوریت په وړاندې د اروپا د  بشري حقوقو  له اړمه  د ناوړه استفادې  او دوه ګوڼوالي په  عنوان سره  په یوه یاددښت کې  لیکي ، بشري حقوق  یو داسې بحث دی چې  که سیاسی ، دوه ګوڼه  آوزاري او جانبداره استفاده ترې ونه شي ، نو د انسانانو لپاره  د ژوند  شرائط ښه کولی شی . خو  په اوسمهاله نړۍ کې  دغه شان کړچار  مو تر دې دمه نه دی لیدل  او لوي قدرتونه پ ه تبیره  اروپا او د دوي همتړونونه  له دغو بحثونو په آوزاري استفادې سره د بشری حقوقو ځائیګی ډير زیات کنټرول کړی دی .

د سویډ پشمول   اروپائي هیوادونه ،په صدام دیکتاتور او جنایتکار باندې د  ډل وژونکو کیمیاظی وسلو خرڅونکي هیوادونه دي . سویډ چې  په نړۍ کې د وسلو یو غوره صادرونکی دی ، په وروستیو کلونو کې ئې  په عربستان او متحده عربی اماراتو باندې ډول ډول پرمختللی وسلې او تجهیزات پلورلي دي  چې  د یمن په جنګ کې ئې ورڅخه د  ښځو او ماشومانو  په ضد او د ښارونو اوبیخ بینائی تاسیساتو  په تباه کولو کې  استفاده کړې ده .

دغه دوه ګوڼوالی  په نړۍ کې دعمومي افکارو لپاره  ښکاره شوی دی . د ایران دملت لپاره هم دا پوښتنه موجوده ده چې  اروپایان  په کومې کارنامې او پشتوانې سره  د بشري حقوقو خبره کوي او د بشری حقوقو پریکړه لیکونه تصویبوي .؟ دا واقعیَتونه ښئ چې داروپایانو دبشری حقوقو  ادعا ګانې د  لویدیځ  د سیاسی دوکو  یوه برخه ده   

Image Caption

 

ټیګونه