ایران د ایټالیا په سینیټ کښې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ په غونډې نیوکه وکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو د کمیټې منشي د ایټالیا په سنا کښې د منافقینو د ترګرې ډلګۍ له خوا، په ایران کښې د بشري حقوقو د حالت په هکله د غونډې په ترسره کیدو باندې سخته نیوکه وکړه
کاظم غریب آبادي د ایټالیا په سینیټ کښې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ له خوا په ایران کښې د انساني حقوقو د حالت په هکله د یوې غونډې په جوړیدو باندې په نیوکې سره وویل: اروپایان دې د ترهګرۍ او بشري حقوقو په برخه کښې خپل دوه ډوله او خرابونکي سیاستونه بند کړي.
هغه زیاته کړه چې د دغې ترهګرې ډلګۍ لاسونه د څه باندې ۱۷ زرو بیګناه ایرانیانو په وینو سره دي خو د اروپايي هیوادونو په پلازمینو کښې په آزادۍ سره ګرځي او د دغو هیوادونو د واکمنو ارګانونو په ملاتړ سره د بشري حقوقو خندونکې غونډې جوړوي.
د ایران د بشري حقوقو د کمیټې مشر هم داشان وویل: دا ډول اقدامات د لویدیځو هیوادونو له خوا له بشري حقوقو او هم داشان له ترهګرۍ سره له مقابلې سره د انتخابي چلند روښانه نښې دي.
غریب آبادي د ایران له خارجه وزارته وغوښتل چې په تهران کښې د ایټالیا د سفیر د احضارولو په شمول د ضروري اقداماتو په کولو سره د دغه منافقت او سیاسي لوبې مقابله وکړي.
د ایران د بشري حقوقو د کمیټې منشي د ایټالیا له حکومته هم وغوښتل چې د سینیټ له دغه اقدامه ځان مبرّا کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کښې پر خپلو ژمنو پابند ووسي.