د فلسطين له انتفاضې څخه د ملاتړ دارلانشاء د برطانيې اقدام وغندۀ
د فلسطين له انتفاضې څخه د ملاتړ دائمي دارالانشاء په ترهه ګريز لېسټ کښې د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ د راوستلو په اړه د برطانيې د حکومت اقدام وغندۀ.
د اسلامي شورا د جرګې د فلسطين د کانفرنس د دارالانشاء د رپوټ له مخې دغې دارالانشاء د يوې بيانيې په خپرولو سره په ترهه ګريز لېسټ کښې د حماس اسلامي غورځنګ په راوستلو کښې د برطانيې د حکومت د بشري حقوقو په خلاف اقدام وغندۀ.
په دغې بيانيه کښې راغلي دي، بې له شکه دغه ذليلانه او بزدلانه عمل يو داسې حرکت دے چې د فلسطيني ټاټوبي په قبضه کولو، د ميلينونو فلسطينيانو کډه په سر کولو او د زرګونو بېګناه ښځو، سړيو او ماشومانوو په قتل عام کښې د بالفور بيانيې د خيانت په دوام کښې بڼه نيسي.
په دغه بيانيه کښې واضحه کړې شوې ده چې د فلسطيني ملت په خلاف د صهيونېسټانو د وحشيانه جنايتونو او د غزې په خلافد صهيونېسټ رژيم د پينځلس کلنې محاصرې په نتيجه کښې له ډېرو بنيادي انساني حقوقو څه د هغوي د بې برخې کېدو په وړاندې د برطانيې سترګې پټول په سيمه کښې له بشري حقوقو څخه د اروپائي هېوادونو اوزاري استفادې او د يو بام او دوه هوا د پالېسۍ ښودنه کوي.
دارالانشاء په خپله بيانيه کښې همدارنګ د نړۍ د ټولو هېوادونو په تېره بيا د اسلامي نړۍ له ټولو پارلېمانونو او د بشري حقوقو ادارو وغوښتل چې د برطانيې د دغه سياسي او د انساني معيارونواو بشري حقوقو خلاف دغه اقدام په غندلو سره دې د لندن، واشنګټن او تل ابيب د ظلم او تيري په مقابل کښې د فلسطيني ملت ملاتړ وکړي.