د سمندري ځواک ټيکنالوجیکي توان نوره هم لوړشوی
(last modified Tue, 14 Dec 2021 08:22:21 GMT )
Dec 14, 2021 12:52 Asia/Kabul
  •    د سمندري ځواک ټيکنالوجیکي توان نوره هم لوړشوی

 د ۱۴۰۰ لمریزکال د ټیکنالوجۍ او څیړنې اونۍ د ؛ټيکنالوجۍ او څیړنې ، دتولید پشتیبان ؛ په شعار سره د لیندۍ دمیاشتې له شلمې تر پنځه ویشتمې نیټې پورې  ترسره کیږي .

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د عمومي قوماندان جانشین سردار علی فدوي  د څيړنې او ټيکنالوجۍ  دملی اونۍ په مناسبت  نن له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې ووئيل و  د سپاه پاسدارانو په سمندري ځواک کې د هیواد د څوارلسو پوهنتونونو په  ملګرتیا سره د سمندری پوځي ټيکنالوجۍ د توان دلوړتیا په خاطر ډیر ستر کارونه ترسره شوي دي .  

سردار فدوي زیاته کړې ده ،په سپاه پاسدارانو کې په مختفو مسئول په تبیره بیا په ترټولو سختو کارونو کې ،یعني په پوځي موضوعګانو کې  او په بیلابیلو وختونو کې د پوهنتونوالو ، څيړاندو او محصیلینو له ظرفیّته مو بشپړ استفاده کړې ده  .

 داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشیت ، دهیواد دسمندري ځواک د پوځي توان دلوړتیا یادونه کړې او وئيلی ئې د ي، د هیواد له پوهنتوني برخې سره  مو ډيرې زیات فعالیتونه او ملګرتیاوې کړی دي . 

 د ۱۴۰۰ لمریزکال د ټیکنالوجۍ او څیړنې اونۍ د ؛ټيکنالوجۍ او څیړنې ، دتولید پشتیبان ؛ په شعار سره د لیندۍ دمیاشتې له شلمې تر پنځه ویشتمې نیټې پورې  ترسره کیږي .

 

ټیګونه