د ايران او ۱+۴ ډلې د خبرو اترو اتم پړاو سبا د ګل په ورځ شروع کيږي
د ايران او ۱+۴ ډلې د استازيو د خبرو اترو اتم پړاو سبا د ګل په ورځ په ويانا کښې شروع کيږي.
د اېرنا د رپوټ له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت لوړرتبه مذاکره کؤنکي علي باقري کني سبا د دسمبر په اويشتمه د ګل په ورځ سحر په دغو خبرو اترو کښې د ګډون لپاره ويانا ته رسيږي.
ټاکل شوې ده چې د بنديزونو د ختمولو د خبرو اترو اتم پړاو د ايران او ۱+۴ ډلې د خارجه وزيرانو د مرستيالانو په سطح کښې شروع شي.
د خبرو اترو دغه پړاو په داسې حال کښې شروع کيږي چې هيله ده اروپائي لوري په لا زيات جديت سره د خبرو اترو مېز ته حاضر شي او له رسانه اي او تبليغاتي فضاء جوړونې څخه په ډډه کولو سره د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان د تېر زيارت په ورځ په تهران کښې د عراق له خارجه وزير فواد حسېن سره په ګډ خبري کانفرنس کښې لويديځو لورو ته په خطاب سره وويل: که غواړئ د ايران په صلح ايزه اېټمي موضوع کښې مو اندېښنه ختمه شي نو پکار دے ټول برجامي بنديزونه لرې کړې شي.