د ایران د ولس د ګټو دفاع د وسله والو ځواکونو ستره بریا ده
(last modified Sun, 26 Dec 2021 07:45:56 GMT )
Dec 26, 2021 12:15 Asia/Kabul
  • د ایران د ولس د ګټو دفاع د وسله والو ځواکونو ستره بریا ده

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان د ایران د ولس د ګټو دفاع او ساتنه د هیواد د وسله والو ځواکونو ترټولو ستره لاسته راوړنه وبلله

ایډمرل علیرضا تنګسیري د پيامبر اعظم ۱۷ په نامه مانورې بریمنې ترسره کیدنې ته په اشارې سره څرګنده کړه: دغه ګډه مانوره د صلحې د ساتنې او د امنیت د ټینګونې لپاره د ملي اقتدار او جنګي توان د نندارۍ یوه برخه وه.

هغه زیاته کړه چې د پيامبر اعظم په نامه د ګډو مشقونو د اوولسمې برخې بریمنه اجرا، د اسلامي ایران د اولادونو او ځوانانو د کوشش او هلوځلو پاممته داره ده چې په سمندر، ساحلونو او اسمان کښې د ډیرو سختو کارونو د ترسره کولو توان لري ترڅو د ایران د اسلامي جمهوریت خلک په ښه امنیت او قرارۍ کښې ووسي.

د ویلو ده چې د فارس خلیج په سواحلو، هرمز تنګي او د هرمزګان، بوشهر او خوزستان ولایتونو په عمومي سیمې کښې د ایراني ځواکونو ګډه مانوره د دسمبر د میاشتې له شلمې نه تر څلرویشتمې نیټې پورې ترسره شوه.

 

ټیګونه