د شهید جنرال قاسم سلیماني ویني د دښمنانو خوب ورک کړی دی
(last modified Mon, 03 Jan 2022 10:50:37 GMT )
Jan 03, 2022 15:20 Asia/Kabul
  • د شهید جنرال قاسم سلیماني ویني د دښمنانو خوب ورک کړی دی

د شهید قاسم سلیماني نامه  به د هغه له قدرتمند شتون څخه ورآخوا ، د آزادي غواړو په تیره بیا د ځوانانو  په ټولنو کې به  د مقاومت د جبهې د پیاوړتیا او د سرښیندنې، شهادت، ولایتمدارئ، او د عزتمندئ دکلتور د خپریدا او دودیدا سبب شي  او شهید  قاسم سلیماني  به له سردار قاسم سلیماني څخه  لازیات د دښمنانو  کور لړزانه او خوبونه به ئې ورک کړي .

زمونږخبریال راپور راکړ ،   دایران داسلامی جمهوریت  پوځ  د زړونو دسردار شهید جنرال قاسم سلیماني  د شهادت د دوهمې کلیزې په مناسبت دیوې اعلامیې په خپرولو سره  روښانه کړه و  دښمن هڅه کوله څو  د  ایماندار  او شجاع قوماندان  په شهیدولو سره د مقاومت چورلیز   له مینځه وړلی شي ، خو  له دې غافل وو ، چې  د شهید قاسم سلیماني نامه  به د هغه له قدرتمند شتون څخه ورآخوا ، د آزادي غواړو په تیره بیا د ځوانانو  په ټولنو کې به  د مقاومت د جبهې د پیاوړتیا او د سرښیندنې، شهادت، ولایتمدارئ، او د عزتمندئ دکلتور د خپریدا او دودیدا سبب شي  او شهید  قاسم سلیماني  به له سردار قاسم سلیماني څخه  لازیات د دښمنانو  کور لړزانه او خوبونه به ئې ورک کړي .

Image Caption

 

 د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ  په  اعلامیې کې ټينګار شوی دی ،  دایران د پوځ مبارزان  به د سپيڅلي دفاع   کې د  خپل شتون  او  د سرلوړي اسلامی ایران  د ویاړمن بیرغ په رپوَلو کې د مقاومت د چورلیز د اغیزشیندونکي او پریکنده  ملاتړ  او د سوچه محمدي اسلام   څخه په دفاع کې  د توي شوي ناحقه وینو  دساتلو او د  اسلامی جمهوری نظام او مځکنۍ بشپړتیا  او خپلواکۍ د خوندي ساتلو  په کلونو کې  هماغه شان د مجاهدت او قربانۍ او سرښیندنې په سنګر کې ګوته د ټوپک په لیندۍ ایښي چمتوو وي څو ددغه ملت په ضد  هر ډول دسیسه او سپير تفکر په  هماغه مرئ کې  خپه کړي .

 

ټیګونه