د افغانستان د کمال خان ډیم اوبۀد ایران په لور روانې شوې
د مرتضوي په وینا تر سبا یعني پنجشنبې پورې به دغه اوبه د ایران پولو ته ورسیږي او د سیستان او بلوچستان خلک به ورڅخه استفاده وکړي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، په افغانستان کې د اسلامی ایران د سفارت مرستیال سید حن مرتضوي نن سهار په یولړ څرګندونو کې د افغانستان د کمال خان ډیم د اوبو دریچو یا ورونو د پرانیستل کیدا او د ایران د اسلامی جمهوریت د پولو په لور د اوبو د روانیدا خبر ورکړ او وې وئيل ، د ایران او افغانستان په مشورو سره تهران ته د طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په سفر کې او دغه راز په افغانستان کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره دخبرواترو په دوام کې ، طالب مشرانو د کمال خان ډیم د دروازو یا ورخونو د پرانیستو حکم صادر کړی او د ایران داسلامی جمهوریت د پولو په لور اوبه پریښودل شوي دي .
د مرتضوي په وینا تر سبا یعني پنجشنبې پورې به دغه اوبه د ایران پولو ته ورسیږي او د سیستان او بلوچستان خلک به ورڅخه استفاده وکړي .
د هیرمند د تړون په اساس ، د هیرمند سین له اوبو دایران ونډه په کال کې اته سوه شل میلیون مکعب میترو په اندازه ده چې په هرسیکنډ کې کابو شپږ مکعب میټره کیږي ، البته په مختلفو فصلونو او میاشتو کې فرق کوي . لکه څنګه چې دغه سین د سیستان له مختلفو وچو او اوبی سیمو تیریږي، د ایران د جنوب ختیځ د څښاک ، کرهڼيزو او صنعتي اوبو په تامینولو کې مهم دی .
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ایران دناسلامی جمهوریت د حقابه په باب دتړون په احترام ساتلو کې د طالبانو د اقدام قدرونه وکړه .