د بشري حقوقو په اړه د لويديځ د دوه رنګه دريځونو په وړاندې له يو بل څخه د تهران – اسلام آباد د ملاتړ د دوام ضرورت
په پاکستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير وويل: د بشري حقوقو په موضوع کښې د لويديځو هېوادونو له تبعيضه د ډکو دوه رنګه دريځونو په وړاندې له يو بل څخه د دواړو هېوادونو د ملاتړ دوام ضروري دے.
د اېرنا د رپوټ له مخې په اسلام آباد کښې د ايران سفير سيدمحمد علي حسېني پرون د پاکستان د بشري حقوقو له وزيرې مېرمن شيرين مزاري سره په کتنه کښې د تېر کال د دسمبر په مياشت کښې د عمومي اسمبلۍ هم په اصلي غونډه او هم په دريمه کمېټۍ کښې په ايران کښې د بشري حقوقو د حالت په اړه پرېکړليک ته د پاکستان د منفي رائې د ورکولو په ياونې سره زياته کړه، له بده مرغه د بشري حقوقو موضوع د لويديځوالو د سلطه ګرۍ د ځينو مخالفو هېوادونو تردباو لاندې راوستلو لپاره په يوې سياسي حربې بدله شوې ده.
حسيني واضحه کړه چې د ځينو هېوادونو لپاره د بشري حقوقو د خاص رپورټر ټاکل او په نورو هېوادونو کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په مواردو نه غور کول د بشري حقوقو له نړيوالو مېکانېزمونو څخه د ناوړې استفادې مصداق دے چې د ايران اسلامي جمهوريت د دغې موضوع ښکار شوے دے.
مېرمن شيرين مزاري هم د نړۍ د مسلمانانو د حقوقو د خلاف ورزۍ په وړاندې د امريکې په شمول د لويديځو قوتونو د خاموشۍ په غندلو له مسلمانانو څخه د ملاتړ لپاره د اسلامي تعاون تنظيم په فعالېدو باندې په تاکيد سره د ايران د اسلامي جمهوريت په باره کښې د بشري حقوقو د خاص رپورټر جانبدارانه رپوټونه په سختۍ سره وغندل.
د پاکستان د بشري حقوقو د چارو وزېرې همدارنګ د بيان د ازادۍ په بهانه د لويديځ د دوه رنګ معيارونو او له تبعيضه ډکو چلندونو په وړاندې د اسلامي نړۍ د يووالي غوښتنه وکړه.