په تبت کښې تر ټولو شرم کونکی ګل شته
زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې د ګلونو په هکله بیلابیلې خبرې کیږي خو اوس یو(۱) داسی ګل هم شته چې هیڅوک هغه نشي لمس کولای .
دغه ګل ته «جینټیانا فلاور» ویل کیږي او دا ګل د چین په یوې (۱) لیرې پرتې سیمې تبت کښې شته .
دغه د نړۍ تر ټولو زیات شرم کونکی ګل ګڼل کیږي او څوک چې دغه ګل ته لاس وروړي نو په څو ثانیو کښې دي هغه خپله خوله بندوي
معلومه شوي ده چې جینټیانا فلاور څو کاله مخکې د چین په تبیت سیمه کښې کشف شوی او کله چې یوه(۱) کس هغه ته لاس وروړ نو په اوو (۷) ثانیو کښې یې خوله بنده کړه او دا د نړۍ تر ټولو زیات شرم کونکی ګل ګڼل کیږي .
په تبت کښې د دغه کشف شوي ګل په هکله د چین سائنس پوهانو یو(۱) تحقیق خپور کړی دی او پکښې د جینټانیا فلاور څلور (۴) ډولونه بیان شوي دي .
د چین سائنس پوهانو په اصل کښې دغه خبره معلوموله چې دغه ګل خپل ولې بندوي .
په عام ډول د بوټو په هکله دا ویل کیږي چې دوې د بې حرکت جوړښت د حیاتیاني حرکت لرونکي وي او یوازې کارني وورس(carnivorous) بوټی دی چې هغه د حرکت کولو صلاحیت لري .