د ايران د فوځ ماموريت د هېواد د خپلواکۍ او زمکنۍ بشپړتيا ساتنه ده
(last modified Sun, 27 Feb 2022 11:47:08 GMT )
Feb 27, 2022 16:17 Asia/Kabul
  •  د ايران د فوځ ماموريت د هېواد د خپلواکۍ او زمکنۍ بشپړتيا ساتنه ده

د ايران اسلامي جمهوريت د فوځ مرستيال غږملؤنکي وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ ماموريت د زمکنۍ، بشپړتيا، خپلواکۍ او اسلامي نظام ساتنه ده.

د اېرنا د رپوټ له مخې اميرالبحر حبيب ا... سياسي نن په تهران کښې «پوهان او د ولايت علمي ذوالفقار» نومې نندارتون د پرانېستۍ په مراسمو کښې وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ ماموريت د زمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ او اسلامي نظام ساتنه ده او د دغه مهم ماموريت د ترسره کولو لباره بې له شکه فوځ پکار دے ځان له هر نظره چمتو او له تېرو تجربوڅخه په ښۀ استفاده وکړي.

اېډمېرل سياري د دې په بيانولو سره چې راتلونکي ګواښونه له تېرو وختونو سره فرق کوي وويل: د وروستيو کلونو په مختلفو پېښو کښې چې په ټوله نړنۍ کښې رامنځته شوې دي په ورځنۍ ټېکنالوجۍ تکيه لرونکي جنګونه دي او جنګونو له تېرو وختونو سره فرق پېدا کړے دے.

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ مرستيال غږملؤنکي واضحه کړه، د چمتووالي او نه غافلېدو لپاره تل پکار دے له ورځنۍ ټېکنالوجۍ، اقتدار رامنځته کؤنکو چارو په ساتنۍ سره حرکت وکړې شي.

«پوهان او د ولايت علمي ذوالفقار» نومې نندارتون چې د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ دنده د پوهانو لاسته راوړنې دي نن د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ په تحقيقاتي مرکز کښې يې پرانېسته اوشوه.

 

ټیګونه