د نور دوه سپوږمکۍ توغول ؛د ایران د فضايي صنعت لپاره بل بریالیتوب :-
(last modified Wed, 09 Mar 2022 08:23:54 GMT )
Mar 09, 2022 12:53 Asia/Kabul
  • د نور دوه سپوږمکۍ توغول ؛د ایران د فضايي صنعت لپاره  بل بریالیتوب :-

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک پرون وویل د نور دوه په نوم دوهمه پوځي سپوږمکۍ د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک په قاصد سپوږمکۍ توغونکي توغندي سره فضا ته وتوغول شوه او په بریالیتوب سره د ځمکې د مدار په پینځه سوه کلومیټرۍ کښې ورغله .

دا د ایران دوهمه پوځي سپوږمکۍ ده چې د ځمکې په مدار کښې ورغلي ده .

د دغه سپوږمکۍ ماموریت سنجونه او پيژندنه ده چې په یوې ثانیې کښې په اوه اعشاریه شپږ کلومیټره سرعت او څلورسوه اتیا ثانیه توغولو وروسته د ځمکې د مدار په پینځه سوه کلومیټرۍ کښې ورغله .

له دې مخکې هم د ایران د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د نور یو په نوم سپوږمکۍ په دوه زره شلم میلادي کال کښې د قاصد په نوم د ترکیبي سونګ او په درې پړاویزه سپوږمکۍ لیردونکي توغندي  سره فضا ته وتوغوله او د ځمکې د مدار په څلورسوه پینځویشت کلومیټرۍ کښې ورغله .

د نور یو په نوم د سپوږمکۍ د یوه کال عمر له اټکولونو سره سره دغه سپوږمکۍ اوس هم فعاله ده او د ځمکې سټیشن ته خپل اطلاعات انتقالوي .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت لومړی مسلمان هیواد دی چې فضا ته سپوږمکۍ استوي وویل نن سبا وتوانیدو چې په دښمن غلبه وکړو او دغه پیچلي ټیکنالوژیانې او نوي پوهې ترلاسه کړو هغه په یوه بریالي محصول بدل کړو .

فضايي صنعت د هر هیواد د قدرت د یوه عنصر په توګه ګڼل کیږي او د ایران اسلامي جمهوریت په وروستیو کلونو کښې فضايي او توغندوي ټیکنالوژیو ته د لاسرسي په زمینه کښې پرله پسې او مخ په وړاندې ګامونه اخیستي دي .

د سپوږمکیو توغول او ځايي سپوږمکۍ په تیرو څو کلونو کښې په فضايي ډګر کښې د دغه ستر پرمختګ بیلګه ګنل کیږي .

همدا اوس ایران د نړۍ په لسو فضايي هیوادونو کښې شامل دی چې دغه چاره د ایران د متخصصانو د څو لسیزو د هڅې او د کوشش نتیجه ده او په همدې دلیل ایران په دغه صنعت کښې له تکیې وړ مقام څخه برخور دی .

د لویدیځې اسیا سیمې له نورو هیوادونو سره د ایران د فضايي پروګرام تفاوت دا دی چې ایران په خپل داخلي توان تکیه لري او له خپلې ځايي او داخلي ټیکنالوژۍ څخه یې کار اخیستی دی .

حاضر دمه د سپوږمکۍ د توغولو د مرکز جوړول د شپږو هیوادونو په لاس کښې دی او ایران د فضايي اډې د پراختیا له نظره ورپسې رتبه لري .

ایران دغه راز په تیرو دوو  کلونو کښې په سپوږمکیو باندې تمرکز کولو سره د سپوږمکیو په توغولو کښې مهم ګامونه پورته کړي دي او د سپوږمکیو توغونکو توغندیو ته یې د سپوږمکیو له جوړولو سره یوځاې  پراختیا ورکړي ده ؛همدا اوس د ایران متخصصان د فضايي ټیکنالوژۍ کامله څرخه ، یعني د سپوږمکۍ د توغولو د اډې  د جوړولو پوهه ، د سپوږمکۍ د توغولو یعني پلیټ فارم ، سپوږمکۍ او د سټیشن څرخه ترلاسه کړه او د سپوږمکۍ کنټرولول  او د سپوږمکۍ د اطلاعاتو د سټیشن کنټرولول یې ترلاسه کړي دي .

ایران څلور سپوږمکۍ هم د نهايي ازموینې او د توغولو د مرحلو لپاره چمتو لري ؛ د ظفر دوه په نوم سپوږمکۍ د خپل چمتووالي نهايي مرحلې کچ کوي ،ناهید یو او دوه سپوږمکۍ چمتو دي او د پارس یو سپوږمکۍ هم د ایران فضايي ادارې ته سپارل شوي ده  .

دا په داسې حال کښې دي چې دښمانانو په ډول ډول بایکاټونو سره هڅه کړي ده د ایران د فضايي صنعت په شمول د علمي او د اقتصادي پرمختګونو خنډ شي ، خو له ټولو دباونو او محدودیتونو سره سره د ایران اسلامي جمهوریت ډول ډول فضايي ټیکنالوژیانې او له فضا سره اړونده ټیکنالوژۍ ترلاسه کړي ده او هغه باید د اسلامي ایران لپاره ستر بریالیتوب وګڼو .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي هم د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ د توغولو په مراسمو کښې وویل دا چې د یوه مسلمان ملت او د یوه اسلامي نظام په نوم د بایکاټ په پراخې نړیوالې فضا کښې په سپاه پاسداران ځواک کښې د ایران د ملت بچیان په ایمان او ارادې او په خوځنده او  خلاقو ذهنونو باندې تکیې سره فضا ته رسیدلي دي او وتوانیدل د ځمکې مدار ته سپوږمکۍ واستوي ستر ویاړ او جهاد دی .

 

ټیګونه