د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب د يوکرائن په جنګ کښې سپين پوستکو او اروپايانو ته په ځانګړې کتنې نيوکه وکړه
(last modified Fri, 11 Mar 2022 12:06:27 GMT )
Mar 11, 2022 16:36 Asia/Kabul
  • د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب د يوکرائن په  جنګ کښې سپين پوستکو او اروپايانو ته په ځانګړې کتنې نيوکه وکړه

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل: د يوکرائن په جنګ کښې سپين پوستکو او اروپايانو ته ځانګړې نظر کول د لويديځ يوه شرمناکه رويه ده.

حجت الاسلام کاظم صديقي د يمن، فلسطين او سوريې په جنګونو او په دغو هېوادونو کښې د خلقو په وژلې د امريکې او لويديځ په دريځ نه نيولو او د روسيې او يوکرائن په جنګ کښې په دريځ نيولو سخته نيوکه وکړه.

هغه زياته کړه، که ايران په سوريې او لبنان کښې شتون لري او د مظلوم فلسطين کلک ملاتړے ګڼل کيږي دې لپاره دي چې د اسرائيلو او فلسطين جنګ او د يمن او سعودي ائتلاف جنګ د حق او باطل جنګ دے.

د تهران د جُمعې  موقته امام په دې باندې په تاکيد سره چې ايران له جنګ، بېخ بناو له ويجاړېدو او د خلقو له قتل عام سره مخال دے وويل. له يوکرائن سره د روسيې جنګ د ګټو په تضاد کښې دے.

حجت الاسلام صديقي واضحه ککړه د يوکرائن په جنګ کښې د امريکې او لويديځ رسوائۍ يو ځل بيا نړيوالو ته ثابته کړه چې هغوي د هغه جنګونو په وړاندې چې په يمن او فلسطين کښې روان دي  او همدارنګ په سوريې کښې د امريکې د ناروا شتون د دغه هېواد د ګټو د لوټلو او د هغوي د قتل د دوام په وړاندې د مظلومانو په ګټه هيڅ دريځ غوره نه کړ خو په يوکرائن کښې يې غږونه پورته شول.

 

ټیګونه