رئیسی:
د نور د سټلایت کامیابه توغېدا د ایران د ملی اقتدار ښودنه کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د نور د سټلایټ توغېدو ته په اشارې سره، په فضا کې د حضور پرمختللي ټکنالوجۍ ته د ایراني ساینس پوهانو لاسرسی له ویاړه ډک وباله.
د ایران د اسلامي جمهوریت دوهم فوځي سټلایت د نور ۲ په نامه تېره اوونۍ کې د قاصد سټلایت وړونکی توغندی په وسیله د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له لوري فضا ته ولېږدول شو چي په بریالیتوب سره د ځمکې له مداره په ۵۰۰ کیلومټری واټن کې ځای پر ځای شو.
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د کابینې په غونډه کې دې ته په اشارې سره چي فضایي ټکنالوجۍ ته لاسرسي مهم او له ویاړه ډک دی، وویل: داسي پر مختللې ټکنالوجۍ ته رسېدا د ایران د ملي اقتدار ښودنه کوي چي د وسله والو ځواکونو په تېره بیا د سپاه پاسداران او د مخابراتو د وزارت د هلوځلو په پایله کې تر لاسه شوی دی.