د افغانستان او ايران په خلاف د دسيسې په وړاندې د هوښيارۍ ضرورت
په افغانستان کښې د ايران سفير د ايران او افغاستان دواړو ولسونو په خلاف وروستۍ دسيسې ته په اشارې سره وويل: دواړه ملتونه زيات کلتوري، تمدني، تاريخي او جغرافيائي اشتراکات لري.
د ايران او افغانستان د تعلقاتو يو شمېر بدغوښتونکو په سوشل مېډيا کښې د مشکوکو تفرقه اچؤنکو القائاتو تر تاثير لاندې د تېر ګل په ورځ په کال کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په سفارت او په هرات کښې يې په کنسولګرۍ کاڼي اويشتل.
په افغانستان کښې د ايران سفير بهادر امينيان په کابل کښې د ايران پرېس له خبريال سره په خصوصي مرکه کښې وويل: د ايران او افغانستان دواړو ولسونو ترمېنځ د اجتماعي غږملتيا په وجه ګڼ شمېر افغانانو په ايران کښې زدکړې کړې دي او د دواړو ملتونو تعلقات پراخه او تاريخي دي.
هغه زياته کړه، په تېرو مياشتو کښې افغان ولس زيات زيانونه او مشکلات زغملي دي او د دوي د تعلقاتو د ساتنې يوازېنۍ لار له ايران سره ارتباط دے او دښمنان د دې لپاره چې دغه ارتباط ته زيان اورسوي په وروستيو څو هفتو کښې يې يوه دسيسه عملي کړې ده.
امينيان تاکيد وکړ، له بده مرغه په کابل کښې چارواکو د دواړو ملتونو په خلاف د دښمنانو د پلان شوې دسيسې منفي اړخونه کنټرول نه کړې شول.
هغه وويل:په تهران کښې د افغان مهاجرو محصيلينو په ټول کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر شتون وښودله چې د افغان کډوالو په اړه د ايران نظر کرامت ، دوستي او مهرباني لرونکے نظر دے چې د دواړو هېوادونو په ګډ کلتور کښې جرړه لري او د ايران ولسمشر په ښه ډول دغه مهم اصل وړاندې کړ.