امريکه له ايرانه په سياسي او فوځي ماتې عادت شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115214-امريکه_له_ايرانه_په_سياسي_او_فوځي_ماتې_عادت_شوې_ده
د ايران د حکومت وياند وويل: امريکې او د ايران د ملت نورو بدغواړو کلونه اوشول چې له ايرانه د سياسي اوفوځي ماتې خوړلو عادت پېدا کړےدے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2022 08:14 Asia/Kabul
  • امريکه له ايرانه په سياسي او فوځي ماتې عادت شوې ده

د ايران د حکومت وياند وويل: امريکې او د ايران د ملت نورو بدغواړو کلونه اوشول چې له ايرانه د سياسي اوفوځي ماتې خوړلو عادت پېدا کړےدے.

د اېرنا د رپوټ له مخې علي بهادري جهرمي نن په يوې بيانيه کښې د طبس واقعې ته په اشارې سره د ايران له ملت څخه د امريکې د ډېرو زياتو ماتيو او د هغې د محاسباتو د ګډوډېدو يوه وجه د ايران د خلقو ايمان او له اسلامي ټولنې څخه الهي حفاظت وبلۀ او وې ويل: مقدسه دفاع او له هغې وروسته وختونه له داسې نښونښانو ډک دي چې محاسبه شوې پرېکنده ماتې د ايران د ملت په حتمي کاميابۍ بدله کړې ده چې يوه نمونه يې د بنديزونوو ماتې ده.

بهادري جهرمي زياته کړه، امريکنيانو په ځلونو ويلي دي چې د بې مخينې بنديزونو په لګولو سره به د ايران ټولنه له دننه څخه دړې وړې شي، هغوي حتی له ترهه ګرو منافقينوسره په ګډو غونډو کښې هم د تهران د فتح کولو تاريخ او نقشه هم برابره کړې وه خو دغه ټول اقدامات يې په ماتې بدل شول.