د فلسطین د ځوانانو عملیات د متفاوت راتلونکي زیری ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115396-د_فلسطین_د_ځوانانو_عملیات_د_متفاوت_راتلونکي_زیری_ورکوي
زمونږ خبریل وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینکار وکړ ټول فلسطین د مقاومت په ‌ډګر بدل شوی دی
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Apr 29, 2022 21:46 Asia/Kabul
  • د فلسطین د ځوانانو عملیات  د متفاوت راتلونکي زیری ورکوي

زمونږ خبریل وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینکار وکړ ټول فلسطین د مقاومت په ‌ډګر بدل شوی دی

.دغه مهمې ښکارندې  له  غاصب رژیم سره د مقابلې لپاره  د ټولو فلسطینیانو  د چمتووالي په معنا دي او د مبارزو ډلو لاسونه خلاص پپریږدي چې هر وخت وغواړي  عملیات ترسره کړي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود  حضرت ایت الله خامنه اي د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت ټیلي ویژني وینا کښې ټول فلسطین ته  د متفاومت د میدان  د پراخیدا په شمول  د فلسطین د خلکو په ګټه  د متفاوت راتلونکي په هکله  د ډیرو نښو نښانو په بیانولو  او په مقابل کښې  د قدس د نیواکګر رژیم او د هغه د اصلي  ملاتړي یعني امریکا په کمزوري کیدا سره  د فلسطین د وروستیو کلونو  پیښې له صهیونیسټ رژیم سره د ساز باز د ټولو پلانونو د باطلیدا په معنا  وبللې او په لویدیځې اسیا سیمه کښې  د مقاومت د بې بدیله  برکتونو د یادولو په ترڅ کښې یې ټینګار وکړ:یوازې د مقاومت په ځواک سره د اسلامي نړۍ مسایل چې په سر کښې یې د فلسطین مسله ده حل کولای شو.
 حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په پیل کښې  ستر امام خمیني ره باندې درود ویلو سره چې د قدس د مبارکې ورځې بنسټ کیښودونکی و او د ایران په ستر ملت باندې درود ویلو سره چې نن ورځ یې په میدان کښې له انګیزې په ډک شتون سره د ایران په ټولو  سیمو کښې ستره حماسه رامینځته کړه زیاته کړه  له قدس څخه  د سیاسي او حقیقي دفاع په میدان کښې د تاسو ستر او مبارک شتون د هغو کسانو د ځواکمن کیدا او د استقامت  سبب دی چې په خپل جسم او روح سره د قدس او د  الاقصی جومات دفاع کوي او د خدای په امید سره به  دفلسطین ستره مبارزه خپلې مبارکې او نهايي نتیجې ته ورسیږي
.
.
..