د نړیوالو ایټمي خبرواترو بریالیتوب ته هیله زیاته ده
د قطر خارجه وزیر د ایران له خارجه وزیر سره په ټیلیفونی تماس کې د جامعې نړیوالې ایټمي خبرواترو د ترسره کیدونکي پړاؤ په باب خبرې اترې وکړې .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالّرحمن آل ثاني بیګا د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې د سیمې د ترټولو ورستیو بدلونونو او له جامعې ایټمي موافقې سره د اړونده ترټولو وروستیو حالاتو په باب او دغه راز د دلچسپۍ وړ دوو اړخیزوموضوعګانو په باب بحث او د نظر تبادله وکړه.
ددغو خبرو د لازیاتوجزیاتو په باب کوم راپور نه دی خپور شوی .
د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال علی باقري پرون سهار هم د قطر له خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره کتنه کړې او د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ او دسیمه ایزو بدلونونو په باب خبرې اترې کړي او همداراز ئې د جامعې نړیوالې ايټمي موافقې په اړه د کیدونکو خبرواترو په باب چې په زیات احتمال سره به ئې قطر کوربه وي هم خبرې اترې کړي دي .