د ایران په هرمزګان کښې د سختو زلزلو لړۍ روانه ده
تیره شپه نزدې ۴ بجې د ایران د هرمزګان ولایت په خمیر بندر کښې د ۶.۳ ریکټرو زوروره زلزله راغلې ده
د ایران پریس د خبر له مخې د تهران پوهنتون د زلزله نګارۍ مرکز وویل چې دغه زلزله د ځمکو په ۲۶ کیلومیټره ژوروالي کښې راغلې ده.
له دې مخکښې بیګا د شپې کابو دوه بجې هم د هرمزګان ولایت په هم دغې سیمې کښې د ۶.۱ ریکټرو په شدت سره زلزله راغلې وه او ورپسې شپږ ځلې د کم شدت ټکانونه یا آفټر شاکس هم رامینځته شول.
په هرمزګان ولایت کښې د زلزلې له امله تراوسه لږترلږه ۳ کسان مړه او ۱۹ نور زخمي شوي دي.
له زلزلې وروسته سمدستي د هرمزګان د والي په مشرۍ د بحران د مدیریت د کمیټې غونډه وشوه او د کار د ویشل کیدو په ترڅ کښې د خمیر بندر او لِنګه بندر ولسوالانو او همداشان د ولایت ټولو مدیرانو ته دنده وسپارل شوه چې د تیارسي په حال کښې ووسي او د هرمزګن ولایت ټولې مرستندویه، خدماتي او پولیسي ادارې دا مهال بشپړ تیارسي دي.