ماډرن سنټرفیوژونه په ترټولو ښه کیفّیت سره کارول کیږي
(last modified Fri, 05 Aug 2022 09:23:13 GMT )
Aug 05, 2022 13:53 Asia/Kabul
  •  ماډرن سنټرفیوژونه په ترټولو ښه کیفّیت سره کارول کیږي

د ایران داسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ  د ادارې مشر محم داسلامی  د ایران ایټمی پرمختګونو ته په اشارې سره  ووئيل د ایران آئي آر سیکس نومې ماډرن سنټرفیوژونه او پلیټونه ، په ترټولو ښه کړچار او کیفیّت سره کارول کیږی. 

د اګست په دوهمه نیټه  دایران دایټمي  انرژۍ د  ادارې چارواکو  د نوو او ماډرنو سلګونو سنټرفیوژونو د کارولو فرمان صدر کړی چې  پکې آئي ار -سیکس او آئي آر-ون ماډرن سنټرفیوژونه  هم پکې شامل دي.

محمداسلامی  له العالم خبری چینل سره په خبرو کې ووئيل،د آئي آر –سیکس ډوله زر ماډرنو سنټرفیوژونو نصبول،د اراک دایټمي ریئکټر پلانونه او  د یورانیمو شل فیصدي پخول  د ایران د اسلامی شورا دټينګار وړ موردونه وو چې دغه ټول د قانون په اساس ترسره شول .

 دایران پارلیمان له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه د امریکا د وتلو او د ایران د ولس په ضد دبندیزونو د اعمالیدا  او د دنړیوالې ایتمي موافقې  دمادو په اساس دخپلو ژمنو په اجرا کې دا روپایانو دپاتې راتلو په غبرګون کې  د ۲۰۲۰کال ددسمبر په لومړۍ نیټه ،د ایران د ملت د ګټو دساتنې او دبندیزونو دلغوه کولو دسټراټژيکې  ایکشن ،نومې   قانون تصویب کړ.

 محمد اسلامی ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا د بندیز لګولو په ویروس ککړه ده ، روښانه کړې ده، داسې لوری چې،جامعه نړیواله ایټمي موافقه ئې لاسلیک کړې،خپلې ژمنې پوره نه کړې او پر ایران ئې دوه برابره بندیزونه وتپل.د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر ټينګار وکړ،دایران اقدامات د بندیزونو دلغوه کیدا په لړ کې دي، څو امریکاپوهه شي چې په دغو پلان شوو تورونو سره به هیڅ نتیجه ترلاسه نه کړي.

 

ټیګونه