د ایران او رروسې ایټمی مرکچي ټیمونو سره کوټلي مشورې کړي
ټاکل شوې ده ، د ایران او ۴+۱ ډلې داستازو ترمینځ خبرې اترې نن په مختلفو فارمټونو کې ترسره شي.
د ایران داسلامی جمهوریت د ایټمي مرکچي ټیم مشر علی باقري کني چې پرون دایټمي خبرواترو د روانې مرحلې کې د ګډون لپاره ویانا ته تللی ، نن سهار ئې د روسیې دایټمي مرکچي ټیم له مشر اولیانوف سره لیده کاته کړي او د خبرواترو د نتیجو په باب ئې ورسره مشورې کړي دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، دایران د ایټمی مرکچي ټیم مشر علی باقری کني پرون هم په جلاجلا توګه د ایټمي خبرواترو له مرستیال غږملونکي او د اروپائي اتحادېئ دبهرني سیاست د مشر له مرستیال آنریکه مورا او د آسټریا له مرستیال خارجه وزیر پيټر لاؤنسکي ټیفنټهل سره هم لیده کاته کړي وو.
ټاکل شوې ده ، د ایران او ۴+۱ ډلې داستازو ترمینځ خبرې اترې نن په مختلفو فارمټونو کې ترسره شي.