په ایټمي خبرواترو کې کامیابي د ټولو لورو په ګټه ده
د ایران خارجه وزیر همداراز پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د وروستیو تیریو په باب له مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو لورو سره دخپلو پراخو مشورو او دنظر تبادلو ته په اشارې سره دغه تیري په کلکه وغندل.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او دعمان خارجه وزیر بدر البوسعیدي په ټيلیفوني خبرو کې ددواړو لورو د خوښې وړ سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو او دغه راز په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ترټولو وروستیو بدلونونو په باب خبرې اترې او مشورې وکړې.
ایرناخبری اژانس راپورورکړ،امیر عبداللهیان د عمان پاچا هیثم بن طارق ته د اسلامی ایران د ولسمشر دسلام په رسولو سره د ایران په ضد د ظالمانه بندیزونود ختمولو دخبرواترو په زمینې کې د عمان د لیدتوګو ا و هڅو قدرونه وکړه . دواړو لورو د ویانا دخبرواترو دترټولو وروستیو بدلونونو په باب هم مشورې وکړې.
د ایران خارجه وزیر همداراز پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د وروستیو تیریو په باب له مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو لورو سره دخپلو پراخو مشورو او دنظر تبادلو ته په اشارې سره دغه تیري په کلکه وغندل.
دسلطان خارجه وزیر هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې د ایران په ضد دبندیزونو دلغوه کولو په خبرو کې دایران پر رغنده رول په ټينګار سره روښانه کړه ،عمان باؤري دی دخبرواترو بریالیتوب د درستو لورو په ګټه دی .بدرالبوسعیدي د فلسطین دو لس دحقوقو په باب هم ووئیل، عمان تل د فلسطین د ولس د حقوقو او آئيډیاؤ دپوره کیدا ملاتړ کړی او د دوي په څنګ کې به ولاړ وي .
داپه داسې حال کې دي چې دایران خارجه وزیر دترکیې له خارجه وزیر چاووش اوغلو سره هم د ایران په ضد د بندیزونو د لغوه کولو په اړه د روانو خبرواترو په باب او د غه راز دسیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو په اړه مشورې او د نظر تبادله وکړه