اروپايي هیوادونه د امریکا د سیاستونو قرباني دي
(last modified Wed, 31 Aug 2022 23:37:40 GMT )
Sep 01, 2022 04:07 Asia/Kabul
  • اروپايي هیوادونه د امریکا د سیاستونو قرباني دي

په ویانا کښې د ایران د مرکچي ډلې سلاکار محمد مرندي ټینګار وکړ اروپا د امریکا د سیاستونو قرباني شوي ده.

هغه له المنار ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل لویدیځ هیوادونه ډیر زیات موافقې ته ضرورت لري ځکه چې ژمي په راتلو دی او اروپايي هیوادونه د انرژۍ له کمښت سره مخامخ دي او له دې کبله اروپايي هیوادونه موافقې ته زیاته اړتیا لري.

په ویانا کښې د ایران د مرکچي ډلې سلاکار محمد مرندي وویل هر څومره چې لویدیځ هیوادونه موافقې ته په رسیدا کښې وخت ضایع کړي نو ځانونه نور زیات تر دباو لاندې ورولي او په دې هکله د ایران شرایط له لویدیځو لورو څحه ډیر ښه دي.

محمد مرندي ټینګار وکړ اروپايي هیوادونه د امریکا د سیاستونو قربانیان دي ځکه چې دغه هیوادونه انرژۍ ته ضرورت لري او امریکا له دغه مسلې ګټه پورته کوي چې اروپايي هیوادونه خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره تر دباو لاندې ورولي.

په ویانا کښې د ایران د مرکچي ډلې سلاکار محمد مرندي وویل د بایکاټونو د لغو کیدا د خبرو په اوږدو کښې معلومه شوه چې اروپايي هیوادونه نه غواړي د امریکا پرضد دریځ غوره کړي او اروپا په نهایت کښې په کامل ډول امریکا ته تسلیمه ده او له دې کبله د اروپا لوري ته هیله من نشو کیدلای.

هغه وویل ایران اټومي موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دی او د اټومي موافقې د عادلانه کیدا په شرط موافقې ته د رسیدا غوښتونکی دی.

 

ټیګونه