د ایران په ۵ ولایتونو کې دایټمی صنعت ماډرن مرکزونه جوړیږي
ایراني متخصصان په وروستیو کلونو کې له بندیزونو سره سره بریالي شوي دي دایټمی پوهې او تولیداتو د پراختیا په زمینې کې مخکښ شي او د ریډیو ایکټیو درملو او ایټمی طبی تجهیزاتو په برخې کې پرمختللی تجهیزات تولید کړي.
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مرستیال،د هیواد په پنځو ولایتونو کې د خصوصي برخې په مرستې سره دایټمي صنعت د ټيکنالوجیک او ماډرن مرکزونو د پرانیستې لپاره دایټيم انرژۍ د ادارې د چمتووالی خبر ورکړ.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی له دې مخکې د انرژۍ دماډرن ټيکنالوحیو دحوزې په ټيکنالوجیک مبادلې کې چې د پوهه بنسټه شرکتونو په شتون سره ترره شوی وئيلي دي،باید په ایټمی حوزې کې د آزاد ماډرنوالي او پرانیستي دروازو سیاست په وړاندې ولرو.
ایراني متخصصان په وروستیو کلونو کې له بندیزونو سره سره بریالي شوي دي دایټمی پوهې او تولیداتو د پراختیا په زمینې کې مخکښ شي او د ریډیو ایکټیو درملو او ایټمی طبی تجهیزاتو په برخې کې پرمختللی تجهیزات تولید کړي.
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مرستیال سید امیر حسین فقهي له ایرناخبری اژانس سره په خبرو کې ووئيل،په وروستیو کلونو کې د ایټمی خصوصي برخې د متخصص ځواک له توان څخه د استفادې او د ایټمی ماډرن اوټيکنالوجۍ په ځاي حوزې کې د فعالیت او پانګونې لپاره د متخصصانو دهڅونې ډير فعالیتونه ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړې ده،د هیواد دایټمي توانمنو ټيمونو د پيژندنې او د داخلی او بهرنیو بازارونو په مختلفو برخو اوصنائعو کې د حکومتي او خصوصي برخې د پانګوالو په مرستې سره، د ایټةي څيړاندو او محققانو د علمی ،څیړنیزو او ټيکنالوجیکي توانمنیو د تجارتي کولو لپاره د اقدام په خاطر د رسا ماډرنونې او ټيکنالوجۍ مرکز افتتاح شوی دی.
فقهي همداراز ووئيل،د منل شوو ټيمونوپه روزنې او مشورو سره د ژواک چاپيریال او کرهڼيزو،او د سلامتیا په برخو باندې په تمرکز او دایتمي ټیکنالوجیو په چورلیزتوب سره د کارکسب د برابرولو لپاره زمینه برابره شوې ده.او په عین حال کې په اصفهان ،یزد،آذربایجان شرقي، بوشهر او البرز ولایتونو کې ایټمي ريئکټر یا مرکزونه فعال دي.