د امتِ رسول الله(ص) د سترې اجتماع پریکړه لیک
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121486-د_امتِ_رسول_الله(ص)_د_سترې_اجتماع_پریکړه_لیک
د تهران په انقلاب میدان کښې د رسول الله امت په نامه د سترې اجتماع د پاې په پریکړه لیک کښې د کرایې له ترهګرو او د عمومي نظم او امنیت له خرابونکو سره د پریکنده چلند غوښتنه وشوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2022 02:12 Asia/Kabul
  • د امتِ رسول الله(ص) د سترې اجتماع پریکړه لیک

د تهران په انقلاب میدان کښې د رسول الله امت په نامه د سترې اجتماع د پاې په پریکړه لیک کښې د کرایې له ترهګرو او د عمومي نظم او امنیت له خرابونکو سره د پریکنده چلند غوښتنه وشوه

د ایران په مختلفو سیمو کښې د مهسا امیني د مړینې په پلمه ګرځولو سره د ځینو غلبلي جوړونکو له خوا د عمومي اموالو د خرابولو او په عامه خلکو او حتی په مرستندویه ځواکونو باندې یې د حملو په غبرګون او غندنه کښې، پرون د تهران په انقلاب میدان کښې، د لسګونه زره خلکو په راغونډیدو سره یوه ستره اجتماع ترسره شوه.

د دغې اجتماع له خوا په خپور شوي پریکړه لیک کښې راغلي دي: د غلبلي جوړونکو او شخړه غواړو او د اسلامي آرمانونو او ارزښتونو د حرمت ماتونکو له خوا غیراصولي حرکات او د قرآن کریم د مقدس ساحت سپکاوی، د جوماتونو او د ایران د بیرغ سوزول او د اسلامي ایران د میرمنو د ستر او حجاب بې حرمتي چې د دښمنانو او د سلطې د نظام  او صهیونزم له خوا د جمهوري اسلامي نظام خلاف د دسیسې او فتنې د ژورتیا بیانونکي او د اسلام له مبین دین او د مسلمانانو له سترتوب او بیدارۍ سره د کینې او دښمنۍ له امله دي، په کلکه غندو.

د دغه پریکړه لیک په دوام کښې راغلي دي: له مسئولو ادارو او قضائیه قوې غواړو چې قانون ماتونکي او په عامه اموالو او د خلکو په ناموسونو باندې تیري کونکي او هم داشان په مجازي او حقیقي فضا کښې دروغ او پروپاګنډا خورونکي چې د ټولنې رواني امنیت یې په خطر کښې اچولی دی، معلوم کړي او ورسره پریکنده او عبرتناک سلوک وکړي.

پریکړه لیک هم داشان زیاتوي چې د کفر او نفاق او الحاد ګډې جبهې د اسلامي نظام د قوت ټکی او د انقلاب ترټولو مهم رکن یعنې د ولایتِ فقیه مترقي اصل په نښه کړی دی.