د سوریې خارجه وزیر نن تهران ته راځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123026-د_سوریې_خارجه_وزیر_نن_تهران_ته_راځي
ایرنا خبري اژانس وايي د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد نن په تهران کښې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2022 00:21 Asia/Kabul
  • د سوریې خارجه وزیر نن تهران ته راځي

ایرنا خبري اژانس وايي د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد نن په تهران کښې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې کوي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد نن مازیګر  د یوه پلاوي  په مشرۍ تهران ته رارسیږي او ټاکل شوي ده چې په دغه سفر کښې د ایران د خارجه چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د دوه اړخیزه اړیکو په هکله خبرې وکړې.

دا د ایران په دیارلسم حکومت کښې تهران  ته د سوریې د خارجه وزیر فیصل مقداد دریم سفر ګنل کیږي.

د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په بلنه  لومړی سفر د دوه زره یویشتم میلادي کال د دسمبر په پینځمه نیټه او دوهم سفر د روان میلادي کال د جنورۍ په شلمه نیټه تهران ته کړی و.