وحدت او یووالی د ایران له نظره یوه سټراټژيکه چاره ده
(last modified Fri, 11 Nov 2022 00:44:31 GMT )
Nov 11, 2022 05:14 Asia/Kabul
  • وحدت او یووالی د ایران له نظره یوه سټراټژيکه چاره ده

د اسلامی مذهبونو دنزدیکت  دنړیوالې ټولنې عمومي منشي  ووئيل،داعش د استکبار پنځول شوي ډله ده او ایران او  سورئې  دوو هیوادونو دهغې تکفیري ډلې  په ضد  په یوې واحدې جبهې کې چې په جقیقت کې د استکبار باطن دی ،کلک مقاومت وکړ.

د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي  حجةالاسلام حمید شهریاري  پرون دسورئې د حلب د اوقافو د ادارې له مشر سره په کتنې کې د ایران اوسورئې  دد وو ملتونو ترمینځ د ژونو ارتباطاتو پر ساتنې په ټينګار سره ووئیل، اسلامی ایران او سورئې له تکفیریانو سره په جنګ کې  داسلامی مذهبونو ترمینځ وحدت او یووالی په عملی ډول نندارې ته وړاندې کړ.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د اسلامی مذهبونو دنزدیکت  دنړیوالې ټولنې عمومي منشي  ووئيل،داعش د استکبار پنځول شوي ډله ده او ایران او  سورئې  دوو هیوادونو دهغې تکفیري ډلې  په ضد  په یوې واحدې جبهې کې چې په جقیقت کې د استکبار باطن دی ،کلک مقاومت وکړ.

شهریاري زیاته کړه تکفیریانو اوترهه ګرو له وهابی تعلیماتو څخه په الهام اخستو سره   جنګ ،تاؤتریخوالي،وژلو اوافراط ته مخه کړې ده،په داسې حال کې  چې هیڅ یو عمل ئط دنبوي سنت په اساس نه دی.

د اسلامی مذهبونو دنزدیکت  نړیوالې ټولنې عمومی  منشي  په دې باندې په افسوس کولو سره چې  د اسلامی نړۍ ځیني اغیزشیندونکي عالمان له نړیوال استکبار سره ملګرتیا کوي ،ووئيل،  له بده مرغه ځيني په دروغو  سره ادعا کوي چې ایران  د وحدت دموضوع په مطرح کولو سره د ګاونډیانو په ایراني کونې یا د سني هیوادونو په شیعه کونې پسې دی.

شهریاري زیاته کړه،استکبار د اسلام په ضد دی  او دا چاره کومه نوي اوموقتي  نه ده،بکلې  د تیرو پیړیو په تاریخ کې هم موجوده ده او هماغه شان به هم دوام ومومي. هغه ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی نړۍ باید په یوې واحدې جبهې کې شي،روښانه کړه،د ښمنان یوازې پخپلو ګټو پسې دي اونه غواړي په اسلامی نړۍ کې  ثبات او امنیت وي.

 حجةالاسلام حمید شهریاري  په دوشنبې ورځې سورئې ته تللی او  ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته کړي دي.

Image Caption