د ایران په زاهدان کښې بلواګرو یو پولیس شهید کړ
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان د زاهدان په چشمه زیارت مرکز د پولیسو په ګزمې باندې د وسله والو اشرارو د حملې او د امنیت د یوه مدافع سرباز د شهادت خبر ورکړ.
د ایران د سیستان و بلوچستان د پولیسو قومندان محمد قنبري وویل د زاهدان د چشمه زیارت د پولیسو ماموران په ګزمې بوخت وو چې وسله والو اشرارو په یوه ګاډي سره ناڅاپه په پولیسو ډزې وکړې.
هغه وویل د دغو ډزو له کبله د ایران د امنیت یو دافع سرباز شهید شوی او یو بل ژوبل شو.
قنبري وویل د ځانګړي ټیم په جوړیدا سره له هماغه لومړیو څخه د ډزو د عاملانو د پيژندلو او د هغوې د نیولو کار پیل شوی دی.
د یوې جینۍ مهسا امیني له مړینې وروسته د ایران د اسلامي انقلاب ضد او د دوښمنو رسنیو او د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمانانو په لمسون سره د زاهدان په شمول ځینې ښارونه له بلواو سره مخامخ شوي.
په زاهدان کښې بلواګرو عمومي ځایونو او مالونو ته تاوانونه ورسول او ترهګرو د ایران په ځینو ښارونو کښې په یوشمیر په پولیسو ، امنیتي ځواکونو او عادي خلکو ډزې وکړې او هغه یې شهیدان کړل او ځینې نور یې هم ژوبل کړل.