د هندوستان له خارجه وزیر سره د باقري کنی لیده کاته
د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې تاکید وکړ: د ایران او هند تر مینځ ملګرتیا په نړیوال نظام کې به څو اړخیز پالنې نوره هم پیاوړې کړي.
د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال علی باقري کنی تیره ورځ له هندي چارواکو سره د سلامشورو په موخه ډهلي ته لاړ او د دې هیواد د خارجه وزیر سوبرامانیام جیشنکر له هرکلی سره مخامخ شو.
باقري کني د هند له خارجه وزیر سره، په ملاقات کې په اقتصادي، امنیتي او سیاسي ډګرونو کې د دواړو هیوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېدونکې وباله او په سیمه ایزو چارو او دوه اړخیزو سویو کې د همکاریو د پراختیا لپاره د تهران د چمتووالې خبر ورکړ.
هغه د دواړو هیوادونو د ګټو او له ګواښونو سره د مقابلې په لړ کې له ګډو ظرفیتونو د کارولو په ضرورت باندې په تاکید سره، د هند او ایران اړیکې په نړیواله نظام کې د څو اړخیزپالنې د پیاوړې کېدو لپاره مهمې وبللې.
د هند خارجه وزیر هم په دغه ملاقات کې ایران سره، د همکاریو د پراختیا څخه په ملاتړ سره، د چابهار د بندر د پروژې په چټکې پلې کېدو او دوامداره سلامشورو باندې تاکید وکړ.