په تهران کې د دوو ځانمرګو نیول کېدا
د تهران د ولایت د پولیسو قومندان د قدس په ولسوالۍ کې د پولیسو له لورې موخې ته له رسېدو مخکې د دوو ځانمرګو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د تهران د پولیسو قومندان سردار کیوان ظهیري وویل: د نوومبر په ۱۶ د قدس د ولسوالۍ پولیس په یوه مذهبی ځای کې د دوو ځانمرګو د احتمالي برید په هکله راپور تر لاسه کړ.
هغه زیاته کړه له تحقیقاتو وروسته، پولیس د دغو ترهګرو پټنځای پیدا کړ او د نوومبر په ۱۷ ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له لورې ونیول شول.
د تهران د پولیسو قومندان جوته کړه: د بریدګرو په پټنځای کې دوې توپنچې، یو ریموټ او ۷ کیلو چاودېدونکې توکې هم موندل شوي دي.
امریکا او صهیونیست رژیم په وروستیو کلونو کې په ایران کې د ناامنیو او تشدد له اصلي ملاتړو څخه دي چي په وروستیو میاشتو کې له بلواګرو او ترهګرو څخه په ملاتړ کې اصلي رول لوبولي دي.