د عراق د لومړي وزیر ته د ایران سور کارپیټ
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع سودانی ډېر ژر به د یوه سیاسي او اقتصادي لوړ رتبه پلاوی په مشری تهران ته ننوځي، له لومړي وزیر توب نه وروسته، دا لومړی ځل دی چي سودانی تهران ته سفر کوي، هغه له دې مخکې اردن او کویټ هیوادونو ته سفر کړی وو. عربستان هم غوښتل چي تهران ته له سفره مخکې د عراق لومړي وزیر ریاض ته سفر وکړي، عربستان په دې موخه حتی د عراق لومړي وزیر یوه بلن لیک استولی وو.
ایران د نوی عراق لومړی طبیعي ملګرې ده او په هغه وخت کې چي عربستان په ټول وس سره، عراق ته ترهګر لېږدول او هڅه یې کاوه چي په عراق کې د نوی سیاسي نظام د جوړېدو مخنیوی وکړي، ایران د عراق نوی سیاسي نظام څخه ملاتړ وکړه چي د امله یې د بغداد نوی سیاسي نظام تر نن ورځې دوام وکړ او ثبات ته ورسېده.
بې له شکه که د ایران ملاتړ او مرستې نه وای نو عراق به د صهیونیست رژیم د دسیسو او د امریکې له لورې په مختلفو هیوادونو تجزیه شوې وای، په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ میلادي کلونو کې چي عربستان عراق ته تکفیري ترهګر واستول، دغه هیواد کې سختې مذهبې نښتې رامینځ ته شوې، د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن چي هغه وخت د امریکا د سنا غړی وو، په عراق کې د مذهبی لانجو د ختمولو په موخه د امریکې دولت ته یوه طرحه وړاندې کړه چي له مخې یې عراق باید په درو هیوادونو وېشل شوې وای چي دغه دسیسه هم د ایران په ملاتړ ناکامه شوه.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د داعش له رامینځ ته کېدو سره سم، بیا ځلې د عراق نوی سیاسي نظام له جدي ګواښ سره مخامخ شو، بیا ځلې د ایران په مرسته او د حاج قاسم سلیمانی په مجاهدت او د ایت الله سیستاني په فتوې سره، له نابودی څخه بچ شو د داعش له فتنې څخه وروسته همهغه هیوادونو چي تر دې مخکې د عراق د سیاسي نظام د ختمولو لپاره له داعش څخه ملاتړ کاوه، یو ځلې بیا هڅې پیل کړې چي د عراق سیاسي نظام په خپل واک او نفوذ کې راولی، دغه طرحه د عادل عبدالمهدی د حکومت له ختمېدو وروسته، د مصطفی الکاظمي د حکومت پر مهال عملي شوه، د دواړو هیوادونو دښمنان هڅې وکړې چي د صدام د رژیم د پړاو په څېر د ایران او عراق تر مینځ اړیکې لانجمنې کړي، لیکن د دواړو هیوادونو تر مینځ جوړښتي پیوندونه د دغو دسیسو د ناکامه کېدو سبب شول.
د محمد شیاع سوداني د کثرت پال حکومت له جوړېدو سره سم، چي هم په داخل او هم په بهر کې له ملاتړه برخمن دی، د دواړو هیوادونو تر مینځ په تجاري، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د ملګرتیا نوي فرصتونه رامینځ ته شوي دي. نوی عراق تل د ایران د بهرني او ګاونډي سیاست په سر کې پاته شوی دی او د ایران د دیارلسم حکومت سیمه ایز سیاست ته په کتو سره، عراق د ایران په بهرني سیاست کې لا زیات اهمیت موندلی دی.
تل هڅه شوې چي د عراق او ایران تر مینځ د سیاسي اړیکو تر څنګ دواړو لورو تر مینځ تجارتي او اقتصادي اړیکې هم پیاوړي شي څو د سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو تر مینځ یو انډول راشي، لیکن له بده مرغه تر اوسه دې زمینه کې کار نه دی شوی او لویه تشه موجوده ده، د ایران او عراق تر مینځ د کلنی اقتصادي همکاریو لپاره ۲۰ میلیارډ ډالره کچه ټاکل شوې، نه دا چي دې هدف ته نژدې شوي هم نه یو بلکې د ایران او عراق تر مینځ اقتصادي مبادلات کمې شوې هم دي.
په دې خاطر ایران ته د عراق د نوی لومړي وزیر سفر یو ښه فرصت دی چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي اړیکو په مخکې پراته خنډونو په هکله سلامشورې وشي، د بلې خوا څخه ایران او عراق کولایشي د عراق د کردستان د سیمې په هکله بحث وکړي داسي سیمه چي اوس مهال د ایران ضد د ترهګرو او بیلتون پالو ډلګیو او د امریکې او صهیونیست رژیم په ځالۍ بدله شوې ده او په ایران کې په دې وروستیو بلواو کې پراخ رول لوبولې ده، دواړه هیوادونه کولایشي د یو بل په ملګرتیا سره، د کردستان په سیمې کې ترهګریزو فعالیتونو ته د تل لپاره د پای ټکی کښېږدوي.