پوهنتونونه د ایران اسلامي انقلاب ته تاوان نشي رسولی
(last modified Fri, 02 Dec 2022 11:12:31 GMT )
Dec 02, 2022 15:42 Asia/Kabul
  • پوهنتونونه د ایران اسلامي انقلاب ته تاوان نشي رسولی

زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام کاظم صدیقي وویل: هغه پوهنتونونه چې د شهیدانو په وینو سره جوړ شوي دي انقلاب ته تاوان نشي رسولی.

هغه د محصیل د ورځې په توګه د لیندۍ د میاشتې د شپاړسمې یعني د دسمبر د میاشتې د اومې نیټې په قدرونې سره د ایران په ځینو پوهنتونونو کښې وروستیو حرمت ماتونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه د ایران پوهنتونونه د شهیدانو په نومونو او وینو سره جوړ شوي دي پر دې اساس په هغو کښې دا ډول پیښې انقلاب ته ګوزار نه ورکوي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام کاظم صدیقي وویل وروسته له دې چې امریکا د ایران ټولې چارې له پوځ رانیولي تر کلتور، نړیوالو اړیکو او د استازیو انتخابول په خپلې سلطې  کښې اخیستي وې د ایران د محصیلینو غورځنګ د اسلام بیرغ پورته کړ او دا خبره چې یوشمیر کسانو په څو پیښو کښې د پوهنتون حرمت مات کړ دا ډول پیښې انقلاب ته ګوزار نه ورکوي ځکه چې پوهنتونونه تل د ولایت تر بیرغ لاندې د زده کړې  په دندو عمل  کوي.

هغه د حضرت زینب سلام الله علیها د زوکړې په هکله مبارکۍ ویلو او د نرسانو د ورځې په درنښت کولو سره وویل حضرت زینب علیهم السلام تر ټولو سخت کړکیچونه او ګواښونه په تر ټولو ښو فرصتونو بدل کړل.

حجت السلام صدیقي د تهران د جمعې لمانځه د خطبو په دوام کښې زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت درې څلویښت کاله د ټولو شیطاني او استکباري قدرتونو په مقابل کښې په ټولو مخینو، تجروبو او پیچلیو امکاناتو او هغو خطرونو سره سره چې موجودې وې مقاومت کړی دی او هغوې تل ماتي خوړلي ده.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام کاظم صدیقي ډاګینه کړه د ایران ملت ټول استکباري ګواښونه په فرصت بدل کړي دي ځکه چې دغه ملت اعتقاد لري ټول امت یو روح ، یوه عاقله قوه او یو ټکان لرونکی زړه دی.

 

ټیګونه