Dec 18, 2022 12:48 Asia/Kabul
  • ایران فضا ته دوې نورې سپوږمکۍ استوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ارتباطاتو او د ټیکنالوژۍ وزیر عیسی زارع پور فضا ته د ایران د کابو دوو نورو سپوږمکیو د استولو خبر ورکړ.

هغه وویل د روان هجري لمریز کال تر پاې پورې به کابو دوې سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شي او نورې سپوږمکۍ هم په قطار کښې ولاړې دي.

عیسی زارع پور نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د ناهید یو او د ناهید دوه سپوږمکیو  فضا ته د استولو د وروستي حالت په هکله وویل دغه دوې(۲) سپوږمکۍ د چمتو کیدا په حال کښې دي.

د ایران ناهید یو په نوم سپوږمکۍ د لومړي ځل لپاره په هیواد کښې د ایران د فضايي ادارې په مسوولیت سره د ایران د فضايي څیړنیز مرکز د سپوږمکیو د سیسټمونو په تحقیقاتي مرکز کښې طراحي او جوړه شوي ده.

 

ټیګونه