په سیمه کښې د باور جوړونې په لړ کښې د تهران د خبرواترو د ټولنې دریمه غونډه
(last modified Mon, 19 Dec 2022 12:56:24 GMT )
Dec 19, 2022 17:26 Asia/Kabul
  • په سیمه کښې د باور جوړونې په لړ کښې د تهران د خبرواترو د ټولنې دریمه غونډه

(د ایران د اسلامي جمهوریت د ګاونډیتوب سیاست، دوستۍ او باور جوړونې ته د رسیدو لاره) تر عنوان لاندې د تهران د خبرواترو دریمه ټولنه د ایران د خارجه وزیر او د ځینو بهرنیو چارواکو او پوهانو په ویناؤ سره نن په تهران کښې پیل شوه.

(د ایران د اسلامي جمهوریت د ګاونډیتوب سیاست، دوستۍ او باور جوړونې ته د رسیدو لاره) تر عنوان لاندې د تهران د خبرواترو دریمه ټولنه د ایران د خارجه وزیر او د ځینو بهرنیو چارواکو او پوهانو په ویناؤ سره نن په تهران کښې پیل شوه.

په دغې ټولنې کښې له ۳۶ هیوادونو څخه کابو ۷۰ تنه سیاسي چارواکو، د فکر خونو او تحقیقاتي موسسو مدیرانو، پوهانو او څیړاندو ګډون کړی دی.

له افتتاحیې وروسته د دې ټولنې په څلور ګونو غونډو کښې د لویدیځې آسیا وروستي بدلونونه او د فارس خلیج امنیت، سیمه ایز اتصالات او د انرجۍ امنیت، د یوکرین کړکیچ او د سیمې او نړۍ لپاره یې پایلې او په افغاسنتان کښې د صلحې د لرلید او د ټول شموله حکومته جاجونه او پرې د نظر تبادله وشوه.

د تهران د خبرواترو ټولنه چې وړومبې او دویم پړاونه یې په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کښې ترسره شول، د سیاسي چارواکو او د نړیوالو او سیمه ایزو په تیره بیا په لویدیځې آسیا کښې د څیړنو د برخې د پوهانو په سره راغونډولو او تعامل کښې مهم رول لوبولی دی.

جوته ده چې د سیمې د ستونزو د هواري او د ملګرتیا د زیاتولو لپاره د سیمې د هیوادونو ترمینځ د باور راستنول یو ضروري کار دی او په هم دې بنیاد د تهران د خبرواترو د ټولنې په شان غونډو په چوکاټ کښې د خبرواترو پیاوړتیا، په همپالنې او اعتماد جوړونې کښې ډیر اهمیت لري.

د ښه ګاونډیتوب او له ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو سیاست د ایران د اسلامي جمهوریت یو هدف دی. د ایران رول لوبونه هم په تیره بیا په دې وروستیو کلونو کښې دوام لري چې له سیاسي او اقتصادي نظره ډیره مهمه ده خو په عین حال کښې له ګڼو پيچلتیاؤ سره مخامخ ده.

ایران د جغرافیا، کلتور او طبیعي سرچینو په شمول پریمانه سیمه ایزې وړتیاوې لري چې هغه د د سیمې ترمینځ  د ملګرتیاؤ او تعاملاتو په لور ټیل وهي. په هم دې بنیاد د ایران حکومت هم ګاونډیانو او د سیمې هیوادونو ته د وړومبیتوب په ورکولو سره، له هغوي سره د څواړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ په شمول د اړیکو پراختیا تعقیبوي.

ایران هم داشان د تعاملاتو د اسانتیا په موخه د سیمه ایزو  او د لویدیځې آسیا د اسلامي هیوادونو ترمینځ د خبرواترو د یوې ټولنې د جوړولو آیډیا مطرح کړې ده چې د ګډو اهدافو او د منل شویو عمومي اصولو په بنیاد د سیمې د هیوادونو ترمینځ بڼه ونیسي. په دغو اهدافو او اصولو کښې د هیوادونو د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ احترام، دپولو خلاف ورزي نه کول، د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې دخالت نه کول، د اختلافاتو صلحه ایز هواری، د ګواښ او د زور نه کارول او په سیمه کښې صلحه، ثبات او پرمختګ شامل دي.

په هم دې لړ کښې د ایران اسلامي جمهوریت له دې مخکښې د فارس خلیج د څنډې له ځینو عربو او اسلامي هیوادونو سره د اختلافاتو د ختمولو په موخه (د هرمز د صلحې د طرحې) وړاندیز کړی و او په تیر یو کال کښې یې هم له دغو هیوادونو سره د سیاسي او اقتصادي تعاملاتو په زیاتولو سره هڅه وکړه چې هم د اختلافاتو د کمولو او ختمولو په لړ کښې ګام واخلي او هم دغه هیوادونه د یو کورني او د پردیو قدرتونو له مداخلو د پاک امنیتي سیسټم د جوړولو په لور بوځي.

په دې وجه کوم سیاست چې ایران د ګاونډي هیوادونو په وړاندې تعقیبوي، د متقابلې باور جوړونې او د ټولو هیوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په لړ کښې دی، د مثال په توګه په افغانستان کښې د ټولو قومونو په ګډون سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د صلاح مشورو دوام، داشان چې په دغه هیواد کښې د ثبات او امنیت سبب شي، د سیمه ایز سیاست په ډګر کښې د ایران د حکومت یو وړومبیتوب دی.

څرګنده ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د د سیمې د هیوادونو په چورلیزتوب او رول لوبونې سره د صلحې او ارامښت د تامینولو لپاره د تعامل او خبرواترو د هر ډول طرحې ملاتړ کوي او د تهران د خبرواترو دریمه ټولنه هم په هم دې لړ کښې د ارزونې وړ ده ځکه چې د ایران له نظره، د بهرنیو لاسوهنو پرته د هیوادونو ترمینځ خبرې اترې یوازې د روانو اختلافاتو او ستونزو د هواري لپاره یوازنۍ صحیح لاره ده.

*/*/*/*/

 

ټیګونه