د ایران سټراتيژۍ له سیمې د امریکا د پوځيانو ایستل دي
(last modified Wed, 11 Jan 2023 06:32:31 GMT )
Jan 11, 2023 11:02 Asia/Kabul
  • د ایران سټراتيژۍ له سیمې د امریکا د پوځيانو ایستل دي

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د وسله والو ځواکونو لوړرتبه ویاند برید جنرال ابوالفضل شکارچي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت تر ټولو مهمه سټراټيژۍ له مینځني ختیځ سیمې څخه د امریکا د پوځیانو ایستل دي.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې امریکا باید له لویدیځې اسیا سیمې ووځي وویل نن سبا د امریکا رعب مات شوی او د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره امریکا نوره نړیوال قدرت نه دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوړرتبه ویاند برید جنرال سردار شکارچي د ایران اسلامي جمهوریت یو هدفمن نظام دی  او هدف یې د عدالت اجرا کول وباله وویل دغه نظام او اسلامي انقلاب زیات دښمانان لري خو د ایران ملت د دښمانانو په مقابل کښې په مقاومت کولو او په ځان باورۍ سره خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوي.

هغه د ایران د نن ورځې قدرت او بریالیتوب د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د اطاعت په سیوري او د مشکلاتو په وړاندې صبر کښې وباله او په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د نړیوال قدرت په توګه په ډګر کښې دی وویل دښمانانو ګمان وکړ په وروستۍ فتنې سره د ایران د اسلامي جمهوریت کار نور ختم دی؛ هغوې په ښه ډول پوهیږي چې د دنیا له نورو هیوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت توپیر د حکومت ډول دی چې مشر یې د واک د ترلاسه کولو هڅه نه کوي.

 

ټیګونه