د اروپایي اتحادیې بندیزونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت ځواب
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126880-د_اروپایي_اتحادیې_بندیزونو_ته_د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_ځواب
د ایران اسلامي جمهوریت د اروپایي اتحادیې وروستیو بندیزونو په ځواب کې د اروپایي کسانو او ارګانونو باندې د بندیزونو نوی لیسټ خپور کړ.
(last modified 2023-01-26T07:20:51+00:00 )
Jan 26, 2023 11:48 Asia/Kabul
  • د اروپایي اتحادیې بندیزونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت ځواب

د ایران اسلامي جمهوریت د اروپایي اتحادیې وروستیو بندیزونو په ځواب کې د اروپایي کسانو او ارګانونو باندې د بندیزونو نوی لیسټ خپور کړ.

دغه نوي لیسټونو کې چي د چهارشنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت له لورې خپور شو، د دریو اروپایي ارګانونو او ۲۲ چارواکو نوم ورزیات شوي دي، همدارنګه یوه برتانوی او ۸ نور برتانوي چارواکي هم د ایران د بندیزونو په نوی لیسټونو کې شامل شوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلې چي په یادو کسانو او اداراتو باندې له ټروریزم څخه د ملاتړ او د ایران د ولس په ضد د تاوتریخجنو اقداماتو، د ایران په کورنیو چارو کې د لاسوهنو، د ایران د ولس او حکومت په ضد د زهرجنو تبلیغاتو د ترسره کولو او د ایران په ضد په اقتصادي ټروریزم منجمله بندیزونو کې د رول لوبونې د امله  بندیزونه لګېدلي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له هغه وروسته د اروپا او برتانیې په یو شمېر چارواکو او ارګانونو باندې بندیزونه ولګول چي د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې د چهار شنبې په ورځ د ایران د پارلمان په یو شمېر استازو، د عدلیې مسئولینو، فوځیانو او پولیسو او فرهنګي فعالانو باندې بندیز ولګول.

اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یاده غونډه کې د بشري حقوقو د مسائلو پورې د اړوندو ادعاګانو په پلمې سره، د ایران ضد د بندیزونو څلورم لیسټ اعلان کړ، د اروپایي اتحادیې د نویو بندیزونو له اعلان سره سم، په ایران باندې د اروپا د بندیزونو په لیسټ کې ۱۷۳ ایرانی شخصیتونه او ۳۱ ارګانونه او شرکتونه شامل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران په یو شمېر ښارونو کې له تیت او پرک ناامنیو وروسته، برتانیې، فرانسې، جرمني، امریکا او کاناډا د ایران په وړاندې داسي یوه چلند غوره کړ چي د ښکاره دښمنیو څرګندوینه کاوه او یادو هیوادونو د خپل غلیمانه سیاستونو په بنیاد له دغو ناامنیو څخه په ایران باندې د پراخو بندیزونو د لګولو او د سیاسي او اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره کار واخیستل.

د اروپاییانو په شمول غربي هیوادونو کله چي په ایران کې د بلواو، تاوتریخوالو او کړکېچونو د خپرولو لپاره یې سیاسي او تبلیغاتي دسیسې له ماتې سره مخامخ شول، اوس نوې هلې ځلې پیل کړي چي د اقتصادي بندیزونو له لارې د ایران په حکومت فشارونه زیات کړي او هم له بشري حقوقو څخه د دفاع په پلمې سره، په هیواد کې دننه کې نارضایتي او اعتراضونو ته لمن ووهي او د بلواو د دوام زمینه برابره کړي.

دا په داسي حال کې دی چي د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، د ایران په داخلي چارو کې د نیوکې او بندیزونو د لګولو په چوکاټ کې د لوېدیځو هیوادونو ورانوونکي اقدامات، تکراري شوي او د ایران په ضد کارنده نه دي او نه شي کولای ایران د غربی یانو د زیاته غوښتنو په وړاندې تسلیم وکړي، ایران د اسلامي انقلاب له بریا وروسته تل د غربیانو د بندیزونو هدف ګرځېدلی دی لیکن د امریکې د مخکني ولسمشر ټرامپ له دورې نه چي امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د برجام له نړیوالې ایټمې موافقې نه ووته، په ایران باندې د زیات فشار او بندیز سیاست پلي شول، لیکن د ایران اسلامي جمهوریت نظام په دغه موده کې له خپلو سرو کرښو او سیاستونو څخه شاته شوی نه دی او غربي هیوادونو هم د بندیزونو له لارې خپلو اهدافو ته رسېدلي نه دي.

ایران همدارنګه ثابته کړې ده چي د لوېدیځو هیوادونو د ورانوونکي بندیزونو په وړاندې د مناسب غبرګون د ښودلو وړتیا لري او تر دې دمه یې څو ځلې په امریکایي، اروپایي او کاناډایي شرکتونو، ارګانونو او چارواکو باندې بندیزونه لګولي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم تېره ورځ له خپل فرانسوی سیال سره په ټلفوني تماس کې، د اروپایي پارلمان په ورانوونکی دریځونو او سیاستونو باندې په نیوکې سره، جوته کړه:  د ټرامپ د بندیزونو ماته خوړلې سیاست مه تکراروئ، مونږ هم نن په اروپایي او برتانوي ارګانونو او چارواکو باندې نوې بندیزونه ولګول.