د فارس خلیج لپاره جعلي نوم تصحیح کړئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126888-د_فارس_خلیج_لپاره_جعلي_نوم_تصحیح_کړئ
د ایران د خارجه وزارت ویاندوي ټینګار کړ چې د نورو د دوستۍ د ترلاسه کولو لپاره دې د سیمې د هیوادونو د تاریخي پيوستون بډایه پانګه نه لګوي
(last modified 2023-01-26T21:36:44+00:00 )
Jan 27, 2023 02:05 Asia/Kabul
  • د فارس خلیج لپاره جعلي نوم تصحیح کړئ

د ایران د خارجه وزارت ویاندوي ټینګار کړ چې د نورو د دوستۍ د ترلاسه کولو لپاره دې د سیمې د هیوادونو د تاریخي پيوستون بډایه پانګه نه لګوي

د ایران د خارجه وزارت ویاند د فارس خلیج لپاره د یو جعلي نوم په کارولو کښې د عراق د رسمي مسئولانو اقدام د ښه ګاونډیتوب د اصولو او د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو سره په ټکر کښې وباله او د دغه بهیر د سمولو غوښتنه وکړه.

په دې وروستیو اونیو کښې په عراق کښې د خلیج کپ د فوټبال د سیالیو له ترسره کولو سره هممهاله د ځینو عراقي سیاستونو له خولې د ایران د جنوبي سمندر د نومولو لپاره جعلي نومونه کارولې دي.

په هم دې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي پرون د دغه کار په غبرګون کښې وویل: په بغداد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت له دې مخکښې په دغه کار اعتراض کړی او د خارجه وزارت حقوقي برخې هم د یو رسمي یادداشت په لیږلو سره، د عراق دغه کار د نه منلو وړ وباله او نړیوالو نومونو ته د عراق د احترام غوښتنه یې وکړه.

کنعاني چافي په دې خبرې سره چې تمه کیده د عراق مسئول چارواکي د دغه سمندر لپاره چې ملګرو ملتو هم پرې ټینګار کړی دی، د صحیح نوم کارولو ته جدي پاملرنه وکړي، څرګنده کړه: د فارس خلیج نوم له زرګونو کلونو راهیسې په اسنادو، نقشو، سفرنامو او لرغونو متنونو کښې راغلی دی او د بې بنیاده نومونو جوړول، دا حقیقت نه بدلوي.

د ایران د خارجه وزارت ویاندوي ټینګار کړ چې د نورو د دوستۍ د ترلاسه کولو لپاره دې د سیمې د هیوادونو د تاریخي پيوستون بډایه پانګه نه لګوي.