د ایران خارجه وزیر نیکاراګوئې ته ورسېده
Feb 02, 2023 02:46 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان جنوبي امریکا په خپل سفر کې د نیکاراګوئې پلازمینې ماناګوا ته ورسېدل.
په وروستیو کلونو کې د نیکاراګوئې په شمول د جنوبي امریکا له هیوادونو سره د ایران اړیکې په سیاسي، اقتصادي، سوداګریز، صنعتي، انرژی او روغتیایې ډګرونو کې وده کړې ده.
د ایران پرس له راپور سره سم، عبداللهیان نیکارګوئې کې د خپل سیال دنیس مونکادا له رسمي هرکلی سره مخ شو.
د ایران خارجه وزیر په یوه خبري غونډه کې خپل سیال ته وویل: تهران ته ستاسو وروستی سفر نتیجه ورکړې او تهران د دواړو هیوادونو تر مینځ د اوږدمهاله همکاریو سند برابر کړی دی، هیله ده ژر تر ژره لاسلیک شي.
د نیکاراګوئې خارجه وزیر تېره میاشته د اړیکو د پراختیا په موخه تهران ته راغلی وو.
ټیګونه