فارس خلیج کښې د امریکا جوړې وسلې نیول شوي
(last modified Tue, 21 Feb 2023 09:14:56 GMT )
Feb 21, 2023 13:44 Asia/Kabul
  • فارس خلیج کښې د امریکا جوړې وسلې نیول شوي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سرحدي پولیسو قومندان برید جنرال احمد علي ګودرزي په فارس خلیج کښې د امریکا د وسلو د یوې کشتۍ د نیول کیدا خبر ورکړ.

هغه وویل د ایران په بوشهر ولایت کښې یوه کشتۍ چې څه د پاسه پینځه زره خنجرونه او تورې پکښې بار وې  کشف شوه او د امریکا دغه جوړې وسلې په دې ډول دي هر څومره چې وینه ورباندې ولګیږي نو نورې هم تیریږي.

ګودرزي وویل په تیرو څو میاشتو کښې د ایران سرحدي پولیسو په هیواد کښې د بلواو او لوفرانو لاسونو ته د رسیدا په هدف سره څه د پاسه درې زره جنګي وسلې کشف کړي دي.

د ایران د سرحدي پولیسو قومندان احمد علي ګودرزي په دې خبرې سره چې فارس خلیج او لویدیځې اسیا سیمې د امریکا د ترهګر پوځ د ځان ښودلو ځاې نه دی ټینګار وکړ د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه له تیر وخت څخه زیات قدرتمن شوي او دغه اقتدار کاملا احساسیږي.

 

ټیګونه